کور / راپور / د کندهار معلولين: په ټولنه کي مو حقونه نه دي خوندي سوي

د کندهار معلولين: په ټولنه کي مو حقونه نه دي خوندي سوي

د دوشنبې په ورځ دریمه د ډسمبر یا د معلولینو نړیواله ورځ په کندهار کي د یوې غونډي په ترڅ کي ولمانځل سوه، چي پرمهال يې په ټولنیزو چارو کي د ولايت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري، د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو رياست رئیس حمیدالله مبارز او ګڼ شمېر معلولینو برخه اخیستې وه .
په غوڼده کي د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو رياست رئيس وويل : په هیواد کي شاوخوا ۱ میلیون معلولين ژوند کوي چي له جملې څخه يې یوازي ۶ زره په دندو بوخت دي، هغه په دغه برخه کي په دولتي او خصوصي سکتور کي کي معلولینو ته د کار پیدا کولو غوښتنه وکړه .
د هغه په خبره : د معلولینو حقوق دي د معلولینو د نړیوال کنوانسیون له مخي ورکول سي ترڅو هغوئ ته هر اړخيزه اسانتياوي برابري او د خپلو حقوقو څخه برخمن سوي وي .


همدارنګه په ټولنيزو چارو کي د ولایت مقام مرستیال حاجي اغالالي دستګیري وويل : ولایتي ادارې تل هڅه کړې ترڅو د معلولینو حقوق خوندي کړي او همدارنګه هغوئ ته يې د سرپناه ورکولو موضوع هم په پام کي نيولې او وخت پر وخت په دغه برخه کي له مرکزي ادارې څخه غوښتنه کوي .
ښاغلي دستګيري وويل : په هیواد کي روانو جګړو ډېر شمېر هیوادوالو ته معلولیت پيښ کړی چي شاوخوا ۱۶ زره تنه په کندهار کي ژوند کوي او د ژوند په ډېرو برخو کي د ستونزو سره لاس او ګریوان دي .
وروسته د غونډي برخوالو هم ويناوي وکړې او ويې ویل : د معلولینو لپاره د سرپنا نشتون، په دولتي او خصوصي سکتور کي هغوئ ته د کار زمینه نه برابرېدل او په ټولنه کي د يو وګړي په توګه د هغوئ د حقونو نه خوندیتوب معلولين د ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي .