کور / طنز / خلیلزاد لا هم غلطه دروازه ټکوي

خلیلزاد لا هم غلطه دروازه ټکوي

ليکنه: ودان روښان

خدای مې دې غاړې نه بندوي د تنظیمي انډوخر دویم که درېیم ژمی به و چې زموږ د استوګنې سیمې ډېرو کورنیو خپل کورونه پرېښي وو، په هره کوڅه کې خال خال هغه کورنۍ  پاتې وې چې بل چېرې یې د تلو توان یا ځای نه درلوده. په ځینو کورنو کې هم د دولت ځینې مامورین پاتې وو چې خپل کورونه یې ساتل او حاضري یې په اوونۍ کې یو حل لاسلیکولې. د سوچه اسلامي نظام پلوي تنظیم وسله والو چې د خلکو په کورونو کې یې اړولي وو پاکستان ته د یوې دولتي فابریکې ماشینونو او اوسپنو له کباړ کولو وروسته   د خلکو د کورنو دروازو، لرګیو او ان د برېښنا لینونو ایستلو ته مخه کړې وه.

یو شپه چې ډېر ساړه هم و د کاکا مسود(مسعود) په نوم یو سړي د خپل کور له بامه په ډېر لوړ اواز کوکې وهلې او د خپلو ګاونډیانو نومونه په یادولو په سیمه کې د مجاهدینو پوستې  له هغوی مرسته غوښتله!  او مامور ګلدین، او معلم نورګل او انجنیر او پوسته مجاهدین برای خدا کمک کنید! دزد است او معلم … مردین … کومک کومک… .

خو نر څوک دی چې مرستې ته ورشي؟ له ښه ځنډ وروسته سیمه کې د مجاهدینو؟! نږدې پوستې د مرستې ډاډ ورکړ او ویې ویل چې درغلو. دغه وخت نږدې ګاونډیانو هم ځانونه لږ لږ ورنږدې کړل کله چې مجاهدینو کور پیدا کړ نو د کور خاوند ته یې وویل چې غل چېرې دی. د کور خاوند چې سمه پښتو نه ورتله وویل قوماندان صایب تاکاوي کې کلپ کلی مې دي… دلته لاندې دي. مجاهد د تهکاوي دروازې ته ودرېد او په لوړ اواز یې غږ کړ: مجاهده وروره راووزه! خو په کوټه کې د ټیمانو او نورو اوسپنیزو شیانو ټنګهار شو. مجاهد ټوپک ته ګولۍ ورتېره کړه او په غصه ناک غږ یې چیغه کړه! مجاهد وروره خون دې له خپلې غاړې دی  راووزه! خو بیا هم چا غږ ونه کړ یوازې هماغه د ټیم ټنګهار و او بس. ده بیا هم غږ کړ مجاهده وروره خون دې له خپلې غاړې!

 دغه وخت سړي دروازه په لغته ووهله ټوپک یې مخامخ کوټې ته ونیو  او ملګري یې د لاسي څراغ رڼایي د کوټې منځ ته ور واچوله. پوهېږﺉ کوټه کې څوک یا څه شی و؟ کوټې ته کوڅه ډبه سپی ننوتلی و او سر یې د غوړیو په تش نیم سرخلاصي ټیم کې بند و  او دروازه هم داسې وه چې بېرته خپله پورې کېده او د کور خاوند هم چې کله د کوټې دننه ټنګ و ټونګ اورېدلی و نو په ډېر احتیاط یې دروازه له بهره تړلې وه او له خلکو یې مرسته غوښتلې وه. د دغه حال په لیدو ځینې په غصه او ځینو له ځانونو سره پټ پټ خندل په تېره چې ټوپک وال ویلي و مجاهده وروره خون دې له خپلې غاړې! ټوپک وال به په هم زړه کې خندل خو د کور پر خاوند یې پټکه وکړه چې ولې یې په دې توره شپه کې ناحقه خلک نارامه کړل.

دا کیسه مې تر دې رایاده شوه چې تر بل هرچا خپله زلمی خلیلزاد ښه پوهېږي چې په افغانستان کې چا جګړه روانه کړې او د وسله والو پړی د چا په لاس کې دی؟ د جګړې اصلی لوری څوک او څه غواړي خو دی بیا هم قطر ته روان او له داسې چا سره د سولې په اړه خبرې کوي چې د سولې واک نه لري. داسمه ده چې جګړه طالبان کوي، بچیان د افغانانو وژل کېږي، ورانېږي افغانستان خو پلان د بل چا دی دی. سره له دې چې دا اوس لکه لمر روښانه ده چې پاکستان د خپلو ګټو له پاره په افغانستان کې جګړه روانه کړې او ترهغو چې د پاکستان غوښتنې پوره نه شي او یا هم پاکستان له داسې حالت سره مخ نه شي چې نور ورته د جګړې له ګټې زیان ډېر ښکاره شي کله به هم په افغانستان کې جګړه پای ته ونه رسېږي. د خپلې دې ادعا په اړه غواړم څو بېلګې وړاندې کړم. کله چې امریکا د باراک اوباما واکمنۍ په پیر غوښتل له طالبانو سره اړیکه ټینګه او په افغانستان کې د کړکیچ پای ته رسولو په موخه له طالبانو سره خبرې اترې وکړي نو ځکه خو د بهرنیو چار وزارت، سي ای اې او نورو دیپلوماتیکو سرچینو ته له طالبانو سره د اړیکو نیولو په اړه لارښوونه وشوه. په دې لړ کې له جرمني دیپلومانو وغوښتل شول چې د ملا عمر نږدې کس طیب اغا سره د خبرو زمینه براکړي او هم ځینو نورو سرچینو ته د طالبانو د هغوی مشرتابه دویم کس ملامنصور* سره چې یو کاروباري و د اړیکو نیولو هڅه وکړي. له همدې منډو ترړو لږ وروسته په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو لوی قوماندان جنرال دیوید پتریوس اعلان وکړ چې ځینې طالب مشران په افغان حکومت کې د لوړو څوکیو غوښتونکي دي سره له دې چې ده د کوم چا نوم او کومو څوکیو یادونه ونه کړه خو له دغه اعلان وروسته د پاکستان د پوځي څارګرې ادارې د هغه وخت مشر جنرال احمد شجاع پاشا ځکه سخت په غصه کړ چې امریکایانو ددوی له خبرتیا او اجازې پرته طالبانو سره د اړیکو ټینګولو هڅه کړې ده. شجاع پاشا د سي ای اې له استازي جانتن سره په خبرو کې وویل:«تاسې امریکایان ډېر مغرور خلک یاست، تاسې باور لرﺉ چې د پاکستان له مرستې پرته به طالبانو سره خبرې وکړﺉ؟ که تاسې داسې وکړﺉ نو موږ به د پاکستان ملي ګټې په نظر کې ونیسو!»(۱) په دغه ځای کې پوښتنه داده چې د پاکستان ملي ګټې له طالبانو سره د خبرو په اړه څه ډول تعریفېږي؟ ددې پوښتنې ځوابولو له پاره په خپله د پاکستان د پوځ د هغه وخت د مشر جنرال اشفاق کیاني او همدغه شجاع پاشا څرګندونې ښه بېلګه په لاس راکوي او هغه دا چې یادو دواړو کسانو امریکایي چارواکو سره په لیدنه ویلي وو:«له طالبانو سره د اړیکو لرلو یا نه لرلو په اړه موږ تاسې ته دروغ ویلي وو ځکه طالبان زموږ د ملي ګټو له پاره حیاتي کردار لوبوي.» (۲) له خلیلزاد سره د طالبانو د خبرو بې ګټې والي بله بېلګه داده چې کله ښاغلي خلیلزاد په لومړي ځل په قطر کې له طالب استازي شیر محمد عباس ستانکزي سره وکتل خو په دویم ځلي لیدنه کې د طالبانو استازي بدل شول او د ستانکزي پر ځای د طالبانو د واکمنۍ لوی درستیز ملا فاضل او د کورنیو چارو وزیر ملاخیرالله خیرخواه له خلیلزاد سره خبرو ته کیناستل. له دې داسې ښکاري چې ای اس ای پر ستانکزي باور نه لري ځکه چې ستانکزي په هند کې زده کړې کړي. سره له دې چې پرکابل د طالبانو له واکمنېدو سره سم عباس ستانکزی د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په توګه وټاکل شو خو له لږ ځنډ وروسته د عامې روغتیا وزارت ته د معین په توګه لاړ. پاکستانیانو هغه وخت د طالبانو ادارې بهرنۍ کړنلاره په جدي توګه کنترولوله نو ځکه خو د ستانکزي ځای سید محمد حقاني ونیولو. پاکستانیان(ای اس ای) تر ډېره په حقانیه کې پر روزل شویو ډېر باور لري هغه ډول چې د روسانو د افغانستان اشغال پروخت تر ډېره هغه کسان په امنیتي بنسټونو او په ټوله کې دولتي ادارو کې رامخته کول چې د هغوی (شوروي)په اکاډیمیو کې یې زده کړې کړې وې.

ستانکزي چې په هند کې زده کړې کړي که هرڅو ځان زیات بنسټ پالی ښیي بیا هم ای اس ای ته د منلو نه دی. هغه کسان چې عباس ستانکزی یې د طالبانو واکمني پر مهال له نږدې لیدلی وایي چې ستانکزي به تر سخت دریزو طالبانو لا ځان سخت دریزه ښوده خو برخه یې ځکه خواره وه چې د هند ټاپه پرې لګېدلې وه. نوځکه خو بې ځایه نه ده چې ای اس ای له امریکایانو(خلیلزاد) سره په خبرو کې هغه کسان ور مخته کړي چې دوی پرې باور لري او ټول باید په یاد ولرو چې د قطر نوی طالب پلاوی به په ټوله مانا له خلیلزاد سره هغه څه مطرح کوي چې ای اس ای یې غواړي او ورته دیکته کوي یې. په دې سره ویلی شو چې خلیلزاد د پاکستان له اړکولو پرته بې ځایه خپل وخت ضایع کوي. ترهغو چې پاکستان په رښتینې مانا اړ نه کړای شي چې په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي له طالبانو سره خبرې بې مانا او هغه د مجاهده وروره خون دې له خپلې غاړې دی، له غږ پرته بل څه نه شي ترې بودېدی!

*ملامنصور د ملاعمر له مړینې یا وژل کېدو وروسته د طالبانو مشر شو چې وروسته له ایرانه پاکستان د ستنېدو پر مهال د ای اس ای د رپوټ پربنسټ د امریکایي بې پېلوټه الوتکې په برید کې کوتې ته نږدې ووژل شو.

  • ستیو کول، د اس ریاست ۵۲۱ مخ
  • هماغه اثر ۵۷۸ مخ