د افغان حکومت چارواکو ته اړينه ارزونه
د لطيف پدرام د وروستيو څرګندونو په اړه چې په هېواد او بهر کې يې د افغان ملت احساست او غبرګونونه را وپارول ،او ټول هېوادوال په يوه غږ د هغه د محاکمې او د کنګرې ملي د ګوند د ملغا او حقوقي مجازاتو غوښتونکي شول،تېره و رځ د اريانا تلويزيون چې د کابل نه خپرونې لري په يوه راپور کې راغلل چې ګواکې د ملي ګنګرې ګوند په يوه اعلاميه کې دخپل د ګوند دمشر(لطيف پدرام) په هکله د ده ټولې کړې خبرې درواغ او د نوموړي د دښمنانو طوتئه وګڼله؛
ما ته د حيرانتيا او د تعجب خبره دا ده چې نوموړي (لطيف پدرام)تيره اونې د خراسان تلوزېون نه چې د امرېکا د کليفور نيا د ايالت څخه خپرونې لري د (يک شاخه و چند ګل) په پروګرام کې د لوی احمد شاه بابا ، غازي امان الله خان په اړه سپکې سپورې او د خپل د ګوند کرغېړنې موخې (لکه د ډېورند د کرخې په رسميت پېژندنه ،د فدرالېزم او داسې نورې پرتې) په ډېر جرات سره وکړې ، او حتی دا چلېنج يې ورکړ او ويل يې چې زه د چا نه ډار نلرم او په کابل کې استوګن يم (د هر چا د لاس خلاص وي)،
د ده دا کرغېړنې خبرې ځينو هېوادوالو ثبت کړي دي ٠
نو که د افغان دولت دا جرات لري او دی محکمې ته غواړي ،زه کولای شم چې د ده ثبت شوې خبرې د ثبوت په شکل دوی ته او يا هم د افغان لوی سفارت ته په واشنګتن کې وسپارم ٠
تل د وي افغانستان ژوندی د وي افغان ملت