کور / تازه خبرونه / پاكستان لا اوس هم وارخطا دئ

پاكستان لا اوس هم وارخطا دئ

 


يوسف رضا ګيلاني، اشفاق كياني او پروېز مشرف




د پاكستان د وسله وال پوځ لوى قومندان جنرال اشفاق پروېز كياني له جمهور رئيس پروېز مشرف او صدراعظم يوسف رضا ګيلاني سره جلا جلا كتني وكړې.
نوموړي په قبايلي سيمو كي پر روانو پوځي عملياتو او د امريكا او ناټو له خوا پاكستان په پاكستان كي د طالبان او القاعدې پر مركزونو د بريدونو د ور پېښ ګواښ په باب له دواړو مشرانو سره اوږدې خبري كړي دي.
جنرال اشفاق كياني امريكا ته د پاكستان د صدراعظم يوسف رضا ګيلاني د سفر په باب هم له نوموړي سره ږغېدلئ دئ، او ويلي يې دي چي صدراعظم دي امريكايي چارواكو ته قناعت وركړي چي په قبايلي سيمو كي يوازي پاكستانى پوځ د عملياتو حق لري، ناټو او ايتلافي ځواكونو ته به پاكستان په خپله خاوره كي د عملياتو اجازه ورنكړي.
پاكستاني چارواكي وروسته له هغه وارخطا سول چي ناټو او امريكا پاكستان ته ګواښ وكړ چي كه د طالبانو مخنيوى ونكړي، دوى به د ډيورنډ پر هغه غاړه چي واك يې د پاكستان په لاس كي دئ هم عمليات وكړي، خو پاكستان وايي كه بهرنيو پوځونو ته په خپله خاوره كي د عملياتو اجازه وركړي له پراخ ولسي مخالفت سره به مخ سي.