کور / تازه خبرونه / آيساف په هلمند كي بل سرتېرى له لاسه وركړ

آيساف په هلمند كي بل سرتېرى له لاسه وركړ


په بګرام كي مېشتي د آيساف قومندانۍ منلې چي د جمعې په ورځ يې په هلمند ولايت كي وژل سوى او درې نور يې ټپيان سوي دي.
لر او بر ويبپاڼي ته د آيساف ځواكونو له خوا په راغلې خبر پاڼه كي ليكل سوي چي پېښه د سړك غاړي د بم چاودني له امله رامنځته سوې ده.
خبرپاڼه زياتوي چي د آيساف ځواكونو د هلمند د نهرسراج په ولسوالي كي ګزمه كول چي پر موټر يې چاودنه وسوه او وروسته تر وسله وال بريد لاندي هم راغلل.
پرون هم د هلمند په ولايت كي د آيساف ځواكونو يو تن وژل سوى او دوه نور ټپيان سوي وه.
هلمند د افغانستان يو له تر ټولو ناكراره ولايت دئ چي د آيساف په مشرۍ انګرېز او امريكايي عسكر پكښي له طالبانو سره په جنګ بوخت دي.