کور / تازه خبرونه / يو بهرنى سرتيرى په افغانستان كې وژل شوى

يو بهرنى سرتيرى په افغانستان كې وژل شوى

له بګرامه په يو ې خپرې شوې وينا كې امريكايي ځواكونو خبر وركړى چې ددوى يو سرتيرى  په افغانستان كې  وژل شوى دى


خو ددې سرتيري د پيژندګلوى په اړه يې څه نه دي ويلي چې د كوم هيواد دى


دپيښې ځاى او دلىل ىې هم نه دى ښودلى خو ويلي دي چې پيښه تر پلټنو لاندې ده  


په افغانستان كې بهرني ځواكونه د تيرو څو اونيو راهيسې درنده مرګ ژوبله زغمي


نړيوال سوله ساتي ځواكونه چې د امنيت د ټينګولو دنده په غاړه لري پرون په كابل كې وويل كه د پاكستان له غاړې دافغانستان پر خاوره بريد وشي نو ناټو به ځواب وركړي


په دې وروستيو كې د پكتيا او د كونړ چارواكو ويلي وو چې د پاكستان له خاورې پرې بريد شوي دي


خو پاكستان دغه تورونه رد كړي دي