کور / تازه خبرونه / پاكستان: د هنګو په عملياتو كي د القاعدې غړى نيول سوى

پاكستان: د هنګو په عملياتو كي د القاعدې غړى نيول سوى


د پاكستان د كورني امنيت سلاكار رحمان ملك وايي د هنګو په عملياتو كي چي پرون پاى ته ورسېدل د القاعدې د يوه غړي په ګډون يې ۴۰ تنه وسله وال كسان نيولي دي.
د هنګو عمليات چي تېره اونۍ د پاكستاني پوځ له خوا د طالبانو پر ضد پيل سوي وه پنځه ورځي يې دوام وكړ چي د پنجشنبې په ورځ پاى ته ورسېدل.
رحمان ملك وايي نيول سوي دا هغه كسان دي چي په پنجاب او سند كي د ځانمرګو بريدونو پلانونه جوړ كړي وه.
نوموړي د القاعده شبكې د غړي نوم وا نه خيست، او نه يې هم د نوموړي كس هويت څرګند كړ.