کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / لطيف پدرام بايد سمدستي محاکمه سي

لطيف پدرام بايد سمدستي محاکمه سي


 
کندهار
 
درسنيو څخه خبرسوم ، چه لطيف پدرام دغازي اعلحضرت اميرامان الله خان دافغانستان دازادي قهرمان ،په افغانستان کي دنوي معارف بنسټ ايښودونکي ، دبشردحقوقولوي مدافع اوپه افغانستان کي دتمدن او رنسانس راوړونکي ملي شخصيت سپکاوی کړي دي . ډير خفه اوپريشانه سوم نومي لازمه وګڼل چه څوکرښي وليکم .  موږ په تاريخ کي لوستلي او دخپلو پلرونو اونيکونو نه اوریدلي دي چه مرحوم غازي اعلحضرت امير امان الله خان دوطن دازادي دمعرکي لوي قوماندان او ګټونکي ؤ ، دنن څخه ۸۹ کاله پخوا دانګريزانو په امپراطوري کي لمر نه پريوتي ،يعني دانګريز د امپراطوري په يوه سرکي به ورځ اوپه بل سرکي به شپه وه ، افغانستان لومړنی ملک ؤ چه دانګريزي استعمار دزنځير کړۍ ورماته کړه دازادۍ دتحريک لارښود او قوماندان غازي امير امان الله خان ؤ ، نه يوازي دافغانستان دازادي قهرمان بلکه په سيمه کي دازادۍ غوښتونکو نهضتونو لوي مدافع او لارښود ؤ تاريخ ليکي کله چه غازي امير دهندوستان په سفرتللی ؤ نو انګريزي اشغالګران سخت وارخطا وه ،غازي امير به دښه راغلاست په رسمي مراسمو کي دعوامو صفوفو ته ځان نژدي کړ او عواموته به يي دازادي اوخپلواکي پيغام اودرسونه ورکول ، دهندوستان او نړي دهغه وخت مطبوعاتو به دغازي امير دازادي غوښتونکو افکارو په هکله لیکني کولي اوغازي اميرته به يي دشرق دستوري خطاب کاوه . دهندوستان دازادي غوښتونکو نهضتونو مشرانو په کابل کي دغازي امير په مرسته دازادي دتحريک فعاليتونه مخ ته بيول ،حتی نژدي ؤ چه په کابل کي دهندوستان جلا وطنه حکومت اعلان سي ځو داسي ونه سوه .
غازي امير افغانستان ونړيوالو ته وروپيژاند په ډيرو اروپايي اوشرقي  هيوادونو کي يي سفارتونه اوسیاسی نمايندګۍ پرانيستي . اروپا ته يي سفر وکړ ،  داروپا  دهغه وخت ډيرهيوادونه يي وليدل اودشرق دستوري عاليشانه استقبال وسو ، دفرانسي دسفر په دوران کي يي دپاريس ښاروالۍ ته يي  څوزره فرانکه بسپنه ورکړه . داروپا دسفرپرمهال دافغانستان سره دمرستو ډيري وعدي وسوي.
 غازي امير دتعليم اوتربيي په برخه کي ډيري ښوونځي دنوي تعليمي نصاب سره پرانستي ،دنجونو لپاره ښوونځي دغازي امير په وخت کي راشروع سوي ،ډيرځوانان اروپا او ترکيي ته دزده کړي لپاره واستول سوه ، اساسي قانون تدوين سو ،دولتي مقرري اواصولنامي جوړي سوی دملت دنماينده ګانو شورا جوړه سوه ، دملي فوځ اساس په عصري ډول کښيښودل سو هوايي قوه تاسيس سوه ،دبريښنا دتوليد لپاره بندونه جوړسوه يوشمير فابريکي جوړي سوي .
دغازي اميردسلطنت په اولو ورځوکي دمريانو اومينځيانوخرڅول اورانيول بندسوه اوديوازاد افغان په ډول ټولو نوی ژوند راپيل کړ . خوانګريزان ورته په کمين کي ناست وه او په ډول ډول دسيسو يي هغه دي ته اړکړ چه وطن پريږدي ، ګرچه دتلو پروخت دکندهار اونورو ولاياتو باغيرته خلګ ورسره ودريدل اوترغزني پوري ولاړه خو غازي امير نه غوښته چه دافغانانو وينه توي سي او وطن يي پريښود .
پاته دي نه وي چه غازي امير دمرحوم علامه محمودطرزي دعلم پوهي په مدرسه کي رالوی سوی ؤ .
تراوسه دغازي امير وشخصيت ،مړاني او وطندوستۍ ته چا دشک په سترګه نه وه کتلي ، خو افسوس چه نن پدرام غوندي ناپوه او متعصب سړي دغازي امير سپکاوي کوي .


ښاغلي ولسمشره ! ته چه کله ناکله دممتازو کسانو پرسينه دغازي اميرامان الله  خان مډال ټومبي نوته څرنګه  دغازي امير داډول سپکاوي تحملوي ؟ ستا خاموشي موږته ډير شک رااچوي ، او دمعمول په ډول دي دپلټني کميسيون هم موظف نه کړ.