کور / تازه خبرونه / هند: شپږو چاودنو درې تنه مړه او ۱۵ ټپيان كړل

هند: شپږو چاودنو درې تنه مړه او ۱۵ ټپيان كړل


د جمعې په ورځ د هند په بنګلور ايالت كي پرله پسې شپږ چاودني وسوې چي له كبله يې درې تنه مړه او ۱۵ ټپيان سول.
د بنګلور ايالتي حكومت اضطراري حالت اعلان كړى دئ او پوليسو په شكمنو ځايونو كي پلټني شروع كړي دي.
د بنګلور پوليس وايي چاودني نينداهليل، اناپنيا او مدي واله ښارګوټو كي رامنځته سوي دي.
لومړني راپورونه ښيي چي په وژل سويو كسانو كي يوه ښځه هم شامله ده.
هندي مطبوعات وايي چاودني يو په بل پسې د ۱۲ دقيقو په منځ كي ترسره سوې چي يوه يې د بسونو يوه سټېشن نه نيژدې رامنځته سوه.
تر چاودنو وروسته ښارونو كي بېره او خوف رامنځته سوى، چي له امله يې چارواكو اضطراري حالت اعلان كړى او خلګو ته يې د ځان ساتني لارښووني كړي دي.
د پوليسو په امر په ټول بنګلور كي ښوونځي، تجارتي ماركېټونه او سېنماوي هم وتړل سوې.