کور / تازه خبرونه / هلمند: د آيساف يو سرتېرى مړ او دوه نور ټپيان سول

هلمند: د آيساف يو سرتېرى مړ او دوه نور ټپيان سول


د لر او بر ويبپاڼي ادارې ته د آيساف ځواكونو له خوا رالېږل سوې خبرپاڼه وايي د پنجشنبې په ورځ يې په نا ارامه هلمند ولايت كي يو عسكر مړ او دوه نور ټپيان سوي دي.
د آيساف له خوا د وژل سوي عسكر هويت نه دئ څرګند سوى او د پېښي په باب يې صرف دونه وضاحت كړى چي نوموړي عسكر له طالبانو سره په جنګ كي خپل ژوند له لاسه وركړ.
د يادوني وړ ده چي په هلمند كي د آيساف تر قوماندي لاندي ډېرى عسكر برتانويان دي او د ګرمسېر په ولسوالي كي د امريكا مرينز يا سمندري پوځيان هم مېشت دي.