کور / شعر / انګورو اوبه

انګورو اوبه

جامونه شرنګه ومه
                      ماښام رنګينه ومه
                     د ژوند سره مو جنګ
                     بيواره څکمه  څکمه
شيخ ناري په ممبر ؤکړی        د ساقی لاسونه پري کئ
شرابيان ټول زندانيان کئ       په مسجد کی شور ما شور شو
طالبان ټول راولاړ شو             د  نارئ  تکبير  غږ   ؤشو
سترګی سری له قهره ډکی    ميګدی  په  خوا  روان  شو
سره اورونه په لاسو کی         شيخ يئ مخي ته روان دی
الله  هؤ   الله  هؤ   وای          ميګده کی شور د  مستانو
نوی روځ په مستۍ نمانځی   د ژوندون   سرود   غږيږی
شيخ چی امر د اور ورکړ         د اسمان  څحه  غږ ؤ شو
لوئ قاضي پری اواز ؤکړ          کفر مه     وايه      ناپوه
انګور تاک جنت کی هم شته  د  انګور   اوبه   روا   دی
زه  يی  هم  ورسره  څکمه     دا جام زه هم شرنګه ومه
                             …………………………..
يوه شرابي له خداي هيله وکړه    ماته يوه ورځ د جهان واک راکه
سرمايه دار نه سرمايه اخلم         په يتيمانو يسېرانو ئ ويشم
په وچو شونډو يی مسکا حوره شي        چی د اختر پاکی جامی واغوندی
يوه ميخوار  وويل طالبانو  راشي     درته بلنه  د  جامونو   رکؤم
طالبان ټول ؤ ميخانی ته راغله       ټولو د ږيرو نه لونګۍ تاو کړي
ساقي جامونه وار په وار وويشل     په ميګده کی شرنګا شړنګ جوړ شو
نن شپه جامونه بي حساب مات شو      مستي سندري د ژوندون غږيږی
يو طالب پورته شو اعلان ئ وکړ      د ساقي جان څخه بښنه غواړو
موږ ډير په بد نيت کی راغلي وو     دی شيخ صاحب موږ تيريستلی وو
ساقي يو جام شيخ ته ورواړولو      وڅښه شراب بيا پښيمانه نشي


                 دا زړه دی ؤمينځه چی پاک سترا شي
                 د   دوزخي  قصو  رواج  مات  کړه


راکړه  راکړه   چی   ؤڅسمه          دا   خپل  زړه   پری   ؤمينځمه