کور / د ډيورنډ کرښه / د لرو بر پیوستون؛ لومړیتوب باید څه وي؟

د لرو بر پیوستون؛ لومړیتوب باید څه وي؟

علمي او څېړنیز سمینار 
کونړ/ اسعد اباد 
د لروبر پیوستون؛ لومړیتوب باید څه وي؟ تر نوم لاندې علمي او څېړنیز سمینار جوړ شو.
لوی افغانستان تحریک له لوري د کونړ عالي دارالمعلمین په همکارۍ یو ورځنی سمینار پای ته ورسېد.
د سمینار برانیسته په مبارکو ایتونو سره وشوه او ورپسې د سمنار ګډونوالو ته ملي سرود وغږول شو.
 د کونړ عالي دارالمعلمین ریس عبدالصمد صامت سمینار ته پرانیستونکي وینا وکړه.
نوموړي د لوی افغانستان تحریک مشرتابه او ورسره مل پلاوي او راغلیو مېلمنو ته ښه راغلاست وویل، نوموړي په محصلینو غږ وکړ، چې د ډیورنډ فرضي کرښې په تړاو څېړنې وکړي، د لروبر د یووالي لپاره هڅې وکړي.
نوموړي د لوی افغانستان تحریک له مسوولینو مننه وکړه، چې د عامه ذهنیت د جوړونې چارې په اخلاص سره پر مخ وړي او دا دویم ځل دی، چې موږ د دوی د
فعالیتونو شاهدان یوو.
د لوی افغانستان تحریک مشر جمیل وقار د ډیورنډ فرضي کرښې تړون په شالید خبرې وکړې، د ګندمک او لاهور په ننګینو تړونونو یې هم هر اړخیزې خبرې وکړې.
لروبر په لومړیتوبونو یې هم خبرې لرلې، چې اوس مهال تر بل هر وخت د لروبر د یووالي هڅې سره همغږې شوې او د ظالم پنجابي ریاست په وړاندې لروبر کې کرکه ډېره شوې او د افغان ولس د یووالي غږ له امو تر اباسینه یو شوی دی، زموږ او تاسو مسوولیت دی، چې د محکوم افغانستان د ازادۍ لپاره علمي، فرهنګي او سیاسي هڅې وکړو.
د کونړ عالي دارالمعلمین محصلینو په خپل وار سره د موضوع په اړوند لیکلې مقالې ولوستلې.
د لوی افغانستان تحریک د رهبري شورا مشر سمیع الله صدیق بیا په خپلو خبرو کې وویل، د لروبر پیوستون لپاره باید فرهنګي راشه درشه زیاته شي، علمي او څېرنیزو سمینارونو کې د لروبر علمي او فرهنګي سټې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
موږ خپل سمینارونه له اکاډمیکو مراکزو پیلوو، تر څو له همدې علمي مرکزونو نه همدا محصلین ملګري د لوی افغانستان غږ تر خپلو بانډو او کورونو ورسوي.
د خدایي خدمتګارانو د ټولنو غړو حضرت بلال سیاح او عبدالله ساپي هم د موضوع اړوند خبرې وکړې او له ټولو یې وغوښتل، موږ او تاسو باید لومړی د بېسوادۍ په وړاندې جهاد وکړو.
د سمینار په وروستیو کې د لوی افغانستان د تحریک ریس جمیل وقار او د تحریک د رهبري شورا مشر سمیع الله صدیق د لوی افغانستان نقشه عبدالصمد صامت ته ډالۍ کړه او د دعایې په کولو سره د سمینار لمن ورټوله شوه.