کور / راپور / زلمی خليلزاد او د طالبانو د قطر استازي اسلام اباد ته رسېدلي دي

زلمی خليلزاد او د طالبانو د قطر استازي اسلام اباد ته رسېدلي دي

د افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد نن د پاکستان پلازمېني اسلام اباد ته ورسېدی. د نوموړي د سفر موخه په افغانستان کي د وسلوالو طالبانو سره د سولي پر خبرو اترو د پاکستاني چارواکو نظر اخيستل دي.

نوموړی پر داسي مهال پاکستان ته تللی دی چي په قطر کي د طالبانو لوړپوړي سياسي چارواکي هم نن اسلام اباد ته رسېدلي دی.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد لا تراوسه پاکستان ته د خپلو استازو ورتګ نه دی تاييد کړی، خو ويلي ئې دي چي په دې هلکه به وروسته مالومات شريک کړي.

ځينو بهرنيو سرچينو ويلي دي چي د طالب استازو په تشکيل کي چي اسلام اباد ته تللي دي شيرمحمد عباس ستانکزی، مولوي شهاب الدين دلاور، ضياء الرحمن مدني او عبدالسلام حنفي شامل دي.

ويل کېږي طالب استازي د پاکستاني چارواکو سره د خبرو ترڅنګ د خپلو نظامي مشرانو سره د سولي په تړاو سلا مشورې کوي. خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چي د طالبانو مشران په افغانستان کي دي او د هغوی سره سلا مشوره په هيواد کي دننه کېدای سي.

تېره ورځ د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزير عمران خان ته په يو ليک کي ويلي وو ، چي د افغانستان د سولي په پروسه کي د نړيوالي ټولني سره مرسته وکړي او په دې برخه کي د ممکنه لارو چارو څخه کار واخلي.

ټرمپ په خپل ليک کي دا هم ويلي دي، چي افغانستان زما تر ټولو مهم سیمه ییز لومړیتوب دی او پاکستان بايد د دغه هيواد په ثبات کي ونډه واخلي.

د ټرمپ د ليک په ځواب کي عمران خان ويلي دي، چي د افغان سولي لپاره به همکاري وکړي.

د سولي په تړاو خبري اتري چي زلمي خليلزاد راپيل کړي دي په دې وروستيو کي خورا ګرمي سوي دي او تمه ده چي دا خبري به د طالبانو سره د سولي رامنځ ته کېدلو ته لار هواره کړي.

زلمی خليلزاد به د افغان سولي په تړاو د اسلام اباد وروسته  افغانستان، ازبکستان، ترکمنستان، روسیې، بلجیم، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفرونه وکړي او هلته به د چارواکو سره په دې تړاو خبري وکړي.