کور / هراړخیز / هېواد پالنه

هېواد پالنه

حسن حکیمي

‎د یوه هېواد آبادي او بربادي ددغه هېواد د اولسونو ګډ حاصل دی. د نړۍ د سترو سترو هېوادونو د پرمختګ او ښېرازۍ لامل د اولسونو یووالی او له دولتونو څخه یې د خلکو په کلک ملاتړ کي نغښتی دی،

‎ددې ‌‌‌‌‌‌ډول پر مخ تللو هېوادونو فرد،فرد د خپل اولس دښېرازۍ او هېواد د ابادۍ په موخه د ملت ګټو ته تر خپلو ګټو څو چنده اهمیت ورکوي.

‎که چیري موږ تر فردي ګټو لږ هم ملي ګټو ته برتریت ورکړو نو دا زموږ د هېواد پر روان بحران ‌‌‌‌‌‌سالمه اغېزه درلودلای سي.

‎که موږ دې ته متوجې سو چي په ملي ګټو کي زموږ د هېواد د هر فرد حقوق او ژوند خوندي کيږي نو همدا رنګه موږ هم له دغو ګټو څخه بېرته په پرېمانه توګه برخمن کېدای سو او زموږ نسلونه،نسلونه به هم  ځيني برخمن وي.

‎پر ملي ګټو تمرکز د يوه هېواد دټولو اولسونو روښان،هوسا او ودان ژوند تضمینوي.

‎نسلونه که پر ملي روحیه ژمن وروزل سي نو زموږ د هېواد پر سمون،رغښت،جوړښت او پرمختګ ښه زېرئ کولای سي.

‎نو په کار ده چي زموږ اولسونه د خپل هېواد د آبادۍ او ښېرازۍ په موخه خپلي هڅي ونه سپموي او د فردي ګټو تر څنګ ملي ګټي هم په نظر کي ونیسي تر څو هېواد مو آباد او اولس مو آرام هوسا او خوشحال ژوند په ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه زړه ترسره کړي.