کور / ترخې خبري / جنګي مجرمین رښتیا هم ولسي ملاتړ لري؟

جنګي مجرمین رښتیا هم ولسي ملاتړ لري؟

ليکنه: مجيد ژړاند

کله چې افغان کمانډو د جنرال عبدالرشید دوستم قوماندان قیصاري ونیو، نو ورسره جوخت په شمال کې چېرته چې د جنبش د واک سیمه بلل کېده، په سلګونو خلک واټونو ته راووتل، د فاریاب ولایتي مېلمستون یې و سوځول، دولتي موټرونه یې ویجاړ کړل او د یوه ظالم، فاسق قیصاري د ازادۍ غږونه یې پورته کړل.

همدارنګه جنرال قریشي نیول کېدو سره هم جنګي مجرمینو وار پار خطا شول، خو دولت قریشي هم ونیو، په دې وروستیو کې د خپل سري قاتل، خاین او جنایتکار علي پور ته افغان کمانډو لاسونه ور وتړل او خپل توقیف ځای ته یې ورسول.

دوه ورځې وړاندې یې د غلو د غدۍ او قانون ماتوونکو یو بل مفسد لنډغر نویدک هم افغان ځواکونو ونیو او د کړو جرمونو حساب کتاب به ورسره کېږي.

اوس پوښتنه دا را ولاړېږي، چې ایا جنګي مجرمین په خلکو کې دومره محبوبیت لري، چې له نیول کېدو یې څو ساعته وروسته یې سلګونه کسان د ښار واټونو ته راوځي او دخلاصون غوښتنه یې کوي؟

جنګي جنایتکارانو تر ټولو زیات تاوان خپل قوم او خېل ته رسولی دی، جنګي مجرمېن د خپل واک د پایښت لپاره خپل او پردي ټول د خپل شوم هدف قرباني ګرځوي.

هیڅ جنګ سالار باید خېل او قبېلې ته منسوب نه شي او هیڅکله د قوم او ملیت خواخوږي ورسره نشته، خو دا چې ولې یې خلک په ملاتړ د ښار واټونو ته راوځي څو لاملونه لري؟

کله چې د جنګي مجرمینو، غاصبینو او زورواکو زور اوبه کېږي، نو د دولت پر ضد هغه جنګ سالاران چې د دولت په لوړو پوستونو کار کوي، د خپل راتلونکی وېره ورسره ده، نو ددې لپاره چې دولت د دوی په اړه اقدام ونه کړي، نو ددغه وړو قوماندانانو په ملاتړ ولسي خلک مجبوروي، تر څو دوی ځان د دولت له سترګو پټ کړي.

بل په هیواد کې بېوزلې او غربت هم ددې لامل شوی دی، چې خلک د پیسو په مقابل کې اړ ایستل کېږي، چې  د غاصب او زورواکي په ملاتړ راووځي او ننګه یې وکړي.

ښايي نور لاملونه هم ولري، خو د خوښۍ ځای دا دی، چې دولت د خپل سرو ملېشو د منځه وړو په برخه کې جدي دی او دې خپل سرو ملېشو د دولت حثیت ته صدمه رسولې، د ولس او دولت تر منځ د واټن لامل همدا څو لنډغر قوماندانان دي.

له هيڅ غاصب او زورواکي سره ولس خواخوږي نه لري او نه باید قوم ته منسوب شي.

که دولت د همدې فشارونو په کیسه کې وای، نو د قیصاري له نیول کېدو وروسته به یې د نورو مجرمینو لاسونه نه الچک کول، خو هره ورځ موږ د یوه غاصب او زورواکي د نیول کېدو شاهدان یوو.

د هغې ورځې د لیدو په هیله یوو، هغه جنګي مجرمین او جنګ سالاران چې نن یې ټوله دولتي دستګا په خدمت کې ده، یوه ورځ د حساب کتاب مېز ته ودرول شي.