کور / #PTM / د ازادۍ سندرې

د ازادۍ سندرې

ليکنه: مجيد ژړاند

روانې نیابتي جګړې خو له موږ هغه غرور اخیستی دی، چې په خپله خاوره خپل اختیار ولرو، له امو تر اباسینه پورې په خپله پلرنۍ مېنه کې د عزت او برم ژوند وکړو.

موږ د بدبختۍ او ناوسۍ په اخري سرحد ولاړ یوو، د مړه جسد په څېر یوو، زموږ غرور جګړې واخیست، زما په کور کې کورکي جګړې جوړ کړي دي، چې هر قوم او خېل یې ځانته ډنګوي.

موږ نه ددین یوو او نه د سادین شوو، خپل وروڼه په خپله وژنو او بیا یې د جنازې بازو ته د ثواب په نیت اوږه ورکوو.

د پردۍ نیابتي جګړې په اور کې سوځو او ددغه اور په لمبو  زموږ دښمنان ځانونه تودوي.

موږ ولې د جګړې کوربانه یوو؟ موږ خو امن خوښوونکی او سوله خوښوونکی ملت و، ما خو د یوه افغان په نوم تر ډیلي او اصفهانه تاختونه کول، د تاریخي پښتونخوا سره مې زړه تړلی و، هغه مهال چې زما د برم څلی لوړ و، هغه مهال چې موږ پر خپله مېنه اباد و.

له هغې ورځې چې دښمن زموږ پر زړه د بېلتون چاړه کېښوده، نو ورسره مو د غرور لوړ مینار ونړېد، د بېلتون په چاړه غوڅ شوي وجود څړیکې تر ننه قرارې نه شوې.

زما تاریخي مېنه کې هر چا د خپلو وسلو ازمایښت وکړ، د تور او سپین چاړې مو تر غاړو ولوېدې، سامراجي دښمن زموږ تاریخي او ویاړلی هیواد خپله پنځمه صوبه ګڼله او د جهاد په نوم له پنجابه د افراطیت بېلا، بېلې تنظیمي ډلې مورنۍ خاورې ته راغلې او زېر بناوې یې له منځه یووړې، په خپل کور کې افغان ته مهاجر ویل کېده،  د ای، ایس، ای اجیرو غلامانو خو د پاکستان دفاع ته د افغان جهاد نوم ورکړ.

افغانانو د غفلت تر بړستنې لاندې د شېر شا سوري د واکمني خوبونه لیدل، خو له حرکته لوېدلي و، خپل دښمن یې پېژاند، خو پر ضد یې نه راپاڅېد، همدا لامل و، چې پنجاب زموږ جهاد په لوړه بیه وپلورل او د افغانستان د ورانونې لپاره یې  د شیاطینو لسګونه ډلې وروزلې، ملا یې د منبر پر سر شهید کړ او حامله داره مېرمن یې روغتون ته  پر لاره  شهیده کړه،  خلک یې پر ځان بې باوره کړل  او د ناوسۍ پر بستر غځېدلي افغان د هر چا د ظلم او زیاتي څپېړې پر مخ وخوړلې.

خو دا زخمي افغان د بیا پاڅېدلو تکل وکړ، دښمن په وړاندې یې د خپل مظلومیت غږ اوچت کړ، دښمن پر ضد پاڅون وشو، د پرلت زمینه برابره شوه، له امو تر اباسینه د یوه افغان غږونه راپورته شول او د بېلتون په چاړه غوڅ شوی وجود بیا سره کوشیر شو، پر باچاخاني لاره روان شو، له دښمن سره د خپلو سړیو حساب کوي، له امو تر اباسینه د بې کوره شوي او ځورېدلي افغان مدعي پنجاب وګڼل شو.

له امو تر اباسینه د افغان ژغورنې غورځنګ خپل اغېز وشیندل، د پردۍ نیابتي جګړې قرباني افغان د خپل ژوند هڅه وکړه، خپل شلېدلي ګرېوان ته یې پام شو،  بورې مور  ته یې وکتل او د ورارې خور سلګو په ژړا کړ، د کونډې ورېندارې کریږو اړ کړ، چې له سرکاره ژوند وغواړي، پر خپله خاوره د خپل اختیار څښتن شي او له پردۍ نیابتي جګړې ځان او وروڼه وژغوري.

موږ د دښمن پر مرګ هم سلګۍ نیسي، نور مو له بې اجله مرګو نفرت دی، موږ د پنجاب بربادي ځکه غواړو، چې زه یې څلوېښت کاله له خپل ورور سره جنګولی یم، موږ ته د جګړې قېمت لوړ پرېوتی دی، هغوی به اوس د دغه جګړې خس ګرځي، چا چې زما لوی کور په جنګ جګړو بدرنګ کړ، زه خو واحد ملت یم، کلتور فرهنګ مې یو دی، خو اوس پاکستان د تجزیې وخت رارسېدلی دی، له اقتصادي رکود سره مخ دی، اټومي طاقت والا نن کوړکي چرګې په هګیو کېنوي او بیا به خپل اقتصاد رغوي، پنجاب سیاسي ثبات هم له لاسه ورکوي او په نژدې کلونو کې به د پاکستان د تجزیې شاهدان یوو، موږ بېرته خپل تاریخي برم ته ورګرځو او د لوی افغان پر  مېنه به  د ازادۍ سندرې وایوو.