کور / سياسي / ټرمپ له خراړې مرسته غواړي

ټرمپ له خراړې مرسته غواړي

ګلاب شاه ګلاب 

په دې وروستیوکې نړیوالو رسنیو داسې رپوټونه خپاره کړي چې وایي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پاکستان لومړي وزیر عمران خانه  په یو لیک کې مرسته غوښتې چې طالبان د سولې خبرو ته کېنوي.

 ولسمشر ټرمپ په دغه لیک کې عمران خان ته ویلي، چې د امریکا او پاکستان اوسنيو اړیکو ښه کېدو لپاره، په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو له پاره حللاره پیدا کول ډېر ارزښت لري.

  له دغه لیکه ښایي هرڅوک خپله خپله اخیسته ولري ښایي څوکې یې داسې وګڼي چې   د امریکا د مرستو بندولو پاکستان له ناوړه حالت سره مخ کړی ورځ تربلې پاکستانۍ کلداره خپل ارزښت بایلي. همدا تېره اوونۍ د لومړي ځل له پاره یو ډالر له ۱۴۰ کلدارو هم پر لوړه بیه تبادله شو، نو ځکه خو به ټرمپ داسې ګڼلې وي چې اوس ښایي د پاکستاني چارواکو عقل سر ته ورغلی وي او له امریکې سره رښتینې همکاري ته چمتو شوي وي.

ځینې یې ښایي داسې وګڼي چې ټرمپ له ناچارې ورځې پاکستان ته د همکاري لاس اوږد کړی او دې پایلې ته رسېدلی چې د پاکستان له همکاري پرته په افغانستان کې سوله ناشونې ده او پاکستان باید په خپله خوښه او رضا د دوستۍ له لارې دغه کار ته وهڅول شي! خو زه فکر کوم چې له ټرمپ مخکې اوباما، بوش او د هغوی لوړ پوړو همکارانو، لکه ددفاع او بهرنیو چارو وزیرانو، د ملي امنیت سلاکارانو په دې لار کې ډېرې هڅې کړې دي چې پاکستاني چارواکو ته یې لسګونه میلیونه ډالر بډې هم ورکړي خو کومه ګټه یې نه وه کړې او ټرمپ هم پردې خبره ښه و پوهېږي چې له تردید پرته پوهېږي هم.

په هر صورت د ټرمپ موخه چې هرڅه وي، وي به!  خو زما موخه د همکاري په اړه د ټرمپ ناسمې پتې غوره کولو په اړه ده ځکه چې د پاکستان په ټول تاریخ کې د بهرنۍ څه چې د کورنۍ کړنلارې په هکله هم د عمران خان حکومت په شان بې واکه، بې وسې او کمزروی حکومت نه دی راغلی. ان په ۱۹۸۸ کال کې د ضیاالحق په امر جوړ شوی د محمد خان جونیجو حکومت لا د عمران خان ترحکومته ډېر واک درلود. په دې مانا چې ضیا الحق او د جنرالانو واکمنې ډلګۍ یې نه غوښتل له افغان حکومت سره د ژنیو تړون لاسلیک کړي خو جونیجو بیا هم په زغرده هغه تړون لاسلیک کړ. سره له دې چې پر دې ښه پوهېده چې ضیاالحق به یې دغه کار بې ځوابه پرې نږدي نو ځکه خو یې له لږ ځنډ وروسته بې واکه کړ.

دا اوس ټولو ته مالومه ده چې د پاکستان ټولو ملکي حکومتونو د بهرنۍ کړنلارې په تېره له افغانستان او هندوستان سره د اړیکو واک نه درلود او دا چاره پوځ او د هغه څارګرې څانګې(ای اس ای) انحصار کړې او دا هم روښانه چې هر ملکي حکومت که په دې برخه کې لږ غوندې هڅه هم کړې له ځنډ پرته یې پوځ پړی پر ډډه وراچولی او رخصت کړی یې دی. که وکتل شي د مشرف له واکمني پرته نور په وروستیو درې لسیزو کې د پاکستان انتخابي حکومتونه د خلکو ګوند او مسم لیک نواز شریف مسلم لیک ګوند جوړ کړي چې دواړه ګوندونه له پوځ سره چندان جوړ نه دي ځکه چې د خلکو ګوند بنسټګر ذوالفقار علي بوټو د جنرالانو په لاس غرغره او د مسلم لیک مشر نواز شریف هم پوځیانو له واکه راوپرځاوه، بندي او بیا یې تعید کړ نو ځکه خو دغو ګوندونو تر خپلې وسې هڅه کړې وه چې د پوځ قیضه کش کړي خو زور یې نه و رسېدلی او هر په ځلي هڅه یې یوازې خپله زیان کړی و او بس.

که وکتل شي د عمران خان حکومت خو یوازې د پوځ په زور او لورېینه واک ته رسېدلی نو ځکه خو هغه ډول چې یادونه وشوه نه یوازې په بهرنۍ بلکې په کورنۍ کړنلاره کې هم د پوځ لاس په بې سارې ډول ازاد شوی. د بېلګې په توګه څو ورځې مخکې داسې رپوټونه خپاره شول چې د پوځ مشر قمر باجوه د ۱۱ مجرمینو د اعدام حکوم لاسلیک کړ په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې اعدام چې مهمه مسله ده حکم یې ستره محکمه صادر او د هېواد لومړی کس یې لاسلیکوي په داسې حال کې چې د پوځ مشر له قانوني پلوه د مراتبو په لړۍ کې بیخي لرې کس دی خو هغه ډول چې د پاکستان لومړی وزیر خوار دومره بې وسه دی چې ان هغه تشریفاتي کار هم ترې اخیستل شوی دی. یوه مسله بله هم یادول غواړم چې نړیوال لاهم په اصطلاح تجاهل عارفانه کوي که نه وي په اصل کې پر پاکستان په ټوله مانا   پوځي دیکتاتوري واک چلوي په دې مانا چې د هېواد ټولې چارې په اصل کې پوځ قبضه کړي او هسې په سمبولیکه بڼه ټاکنې کېږي او ملکي حکومت د پوځ ویاندوی په توګه غوره کېږي، سره له دې چې په پخوا کې هم د افغانستان پېښو په اړه تر ډېره له ترهګرو او طالبانو د ملاتړ په برخه کې د امریکا مخاطب د پوځ او ای اس ای مشران وو، نه ملکي حکومتونه خو  دغه وضعیت د عمران خان په حکومت کې وروستي برید ته رسېدلی دی په دې مانا چې پوځ هرڅه کنترولوي د بېلګې په توګه د پښتون ژغورنې غورځنګ ته هم پوځ ګواښونه کوي او د پي ټي ام مخاطب هم پوځ دی، بې ځایه نه ده چې د یاد غورځنګ یو سرښندوی مشر علي وزیر وایي:«ای د پاکستان پوځه! له تانه به پتلون په وزیرستان کې وباسم، له تا نه پتلون په کوټه کې وباسم، له تانه به پتلون په سوات کې وباسم، له تانه به پتلون به باجوړ کې وباسم،  له تانه به پتلون په پېښور کې وباسم… ».

دغه راز، د بلوڅو د ازادۍ جنګیالیو ته هم پوځ ګواښونه کوي نه ملکي حکومت دا ځکه چې د دعوا اصلي لوری پوځ دی نه عمران خان!

عمران خان خوار خو په یوه اوونۍ کې درې ځله په راولپنډۍ کې د پوځ قرارګاه ته منډې  ور وهي هغه هم د لارښوونې اخیستو له پاره!

  د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم باید دا ومني چې د ماملې اصلي لوری یې باجوه دی نه دی عمران خان خوار! که امریکا پاکستان په زور یا رضا همکاري ته راکاږي نو باید د پوځ قرارګا په نښه کړي نه د تش په نوم پرای منیستر هوز(د لومړي وزیر دفتر)

اوس نو مالومه نه ده چې د امریکا ولسمشر څه شي اړ کړی چې د عمران خان په شان له یو بې واکه او بې وسه سړي د داسې مهمې مسلې چې هغه د سولې خبرو میز ته د طالبانو حاضرولو په برخه کې مرسته غواړي چې دغلته هغه د پښتو پخوانی متل ډېر پرځای دی چې وایي بې ادبي دي معاف وي له خراړې …ه غواړي.