کور / #PTM / په کوئټه کي د لادرکه بلوڅانو لپاره پراخ لاريون وسو

په کوئټه کي د لادرکه بلوڅانو لپاره پراخ لاريون وسو

تېره ورځ په کوئټه کي د بلوڅ ملتپال ګوند په ملاتړ ګڼو کسانو د لادرکه بلوڅانو په ياد لاريون وکړ، په لاريون کي د زده کونکو، استادانو او قومي مخورو په ګډون په سلګونو هغه کسان شامل وه چي د کورنۍ غړي ئې لادرکه سوي دي.

د بلوڅ ملتپال ګوند مشر اختر مينګل هم په دې لاريون کي ګډون کړی وو او ژمنه ئې کړې ده چي په دې تړاو به د اسلام اباد د چارواکو سره وږغېږي.

د پاکستان استخباراتي ادارې تر ۶۰۰۰ ډېر بلوڅان لادرکه کړي دي او په دوی کي ئې ګڼ شمېر وژلي  او د ډېرو پته نه ده مالومه.

ددغه لاريون يوېه ګډونواله مارګين بلوڅ وايي: “ نيمه شپه وه چي پوځيان مو کور ته را واوښتل، زما پلار او وروڼه ئې د ځان سره بوتلل او تراوسه لادرکه دي”.

د مارګين بلوڅ په خبره، که زما وروڼو کوم جرم کړی وي، خو عدالت ته دې وسپاري، که نه وي ولي هغه نه راخوشي کېږي. هغه وايي، زه پوهېږم چي د هغوی سره په زندان کي کوم وحشتونه کېږي.

د مارګين بلوڅ په څېر په زرګونو داسي کورنۍ سته چي د خپلو خپلوانو په لټه پسي سرګردان دي.

نړيواله ټولنه، د بشري حقونو د څار اداره او خپله د لادرکه سويو کسانو کورنۍ د پاکستان استخباراتي شبکې آی ايس آی او پوځ ته ګوته نيسي چي په زرګونو  بې ګناه بلوڅان ئې وژلي او په لسګونو زره ئې په زندانونو کي اچولي دي.

پاکستانی پوځ يواځي د بلوڅانو په ټولوژنه تورن نه دی، بلکي په پښتني سيمو کي ئې هم په لسګونو زره پښتانه له خپلو کورونو ايستلي، کورونه ئې ورته وران کړي او په ځينو سيمو کي ئې په عمومي شکل وژلي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ هم د لادرکه پښتنو د موندلو او د هغه کسانو د محاکمه کولو غوښتنه کوي چي د پښتنو په سيمه کي ئې د ترهګرۍ په نوم عامو پښتنو ته زيان اړولی دی او په لسګونو زره کسان ئې وژلي دي.