کور / د ډيورنډ کرښه / له پاکستان سره او له پاکستان پرته! 

له پاکستان سره او له پاکستان پرته! 

ليکنه:  د. ص. سعيدي

افغانستان او سيمه كې سوله او استقرار د پاکستان سره او له پاکستانه پرته نشي راتلای.

ویل کیږي چې د افغانستان او سیمې سولې او استقرار کې باید د سیمې د هېوادو ګټې او رضایت باید په نظر کې ونیول شي او د هغوی رضایت حاصل کړای شي که نه نو افغانستان او سیمه کې سوله او استقرار نه شي رانلای.

زمان ثابته کړه، زمان به بیا ثابته کړي چې هغه سوله!? او استقرار !؟ چې افغانستان ته د پاکستان لخوا او پاکستان ته په ننواتو افغان لوري ته ‌‌‌‌‌‌ډالۍ شي، هغ به د کوم درېم هېواد په ګټه وي خو د افغانستان د خلکو او عزت، تاریخ او ارضي تمامیت به ګټه نه تنها چې نه وي، بلکې هغه به ملي خیانت هم وي.

 مونږ د چین د هېواد، هند، روسیې، امریکې او د اروپایي اتحادیې تعریف شوې مرستې  د افغانستان په سوله او استقرار کې موثرې او اساسي بولو او دی خو  ددېنه مخکې د افغانستان د خلکو، د افغانستان  د ملي ګټو، منافع او مصالحو په نظر کې نیولو پرته افغانستان او سیمه کې سوله او استقرار نه شي راتلای.

د افغانستان په داخل کې د پاکستان په خوښه د ۲۶۴۰ کیلو مترو په امتداد خندق، اغزن سیم، دروازې، سرحد جوړول، د افغانستان د سیاسي او نظامي ستیجه د افغانستان د ملي ګټوخادمان یو په بل پسې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لېرې کول، شهیدول، تهدیدول او د افغانستان د تاریخي ګټو او تمامیت پر خلاف د پاکستان رضایت تر لاسه کول او ددې پروسې قدم په قدم ظالمانه عملي کول او ورته جارو پاکي کول به دداسې تاریخي افتضاحاتو موجب شي چې د شاه شجاع او کیوناري قصې به ورته هیڅ وي.

زما د لمړي لاس مالومات وایي چې د روسانو مراجعه پاکستان او طالبانو ته د دې په پایله کې وه او ده چې افغاني حاکمیت د روسانو اړیکې د افغان حاکمیت له خوا د ‌‌‌‌‌‌ډېرې مودې لپاره تحویل وانه اخیستلې او افغان لوي کې سیاسیونو دا کار د امریکې له ‌‌‌‌‌‌ډاره ونه کړ او یا کولای ونشو.

د هند او چین د هېوادو ګ‌‌‌‌‌‌ډې اقتصادي سیاسي پروژې باید قوت ومومي.

د چین هېواد ته افغانستان کې داسې فرصتونه ورکړل شي چې د چین هېواد هغه د کاشغر- ګوادر  د ۶۰ ملیارد دالري پروژې نه ورته با اهمیته وي.

  دلته د ناتو، امریکې منافع، ګټې او فرمایشات له یوې خوا او د چین، روسیې فرمایشان او ګټې باید افغان منجمنت او اداره داسې مدیریت کړي چې د افغانستان او د سیمې د سولې ګټې په کې اولویت ولري.

افغانستان او سیمه کې د بې کفایته، دیسانت شوي حاکمیتو او پورته ذکر شوو متناقضو  ځواکونو متناقض مطالبات د افغانستان او سیمې د خلکو د تراژیدۍ پېل او د اوږدیدو عامل وه او وي به!

که دا مسایل ، علایق او روابط ښه مدیریت نه شيدا غمیزه به نوره هم اوږده شي.

پاکستان سره د عذر په ځای د قوي لاس پالیسي او د پاکستان د اوسني سخت اقتصادي حالت نه په پوره پوره ګټه اخیستو د پاکستان سره مسایل له شف شف نه ایستل په کار دي او په قوي لاس د افغان حاکمیت په پوره تقویه کولو کې د افغانستان نه د پاکستان لاس لن‌‌‌‌‌‌ډول په کار دي. بله لار خطاء وه، ده او خطاء به ثابته شي!

پاکستاني حاکمیت او استابلشمنت مستقر، په ځان متکي او پر مخ تللای افغانستان نه شي لیدلای او افغانستان به سولې او استقرار ته د رسېدو لار که ستر مانع او خن‌‌‌‌‌‌ډ وه او خن‌‌‌‌‌‌ډ به پاتې شي.

د پاکستان په سیاسیونو او استابلشمنت چې افغانستان ته به سوله او استقرار تحفه کړي ستر، تاریخي سیاسي حماقت او تېروتنه وه او ده!

دا هم د پام وړ ده چې د افغانستان په تاریخ کې د وتلي اکادمیک او نړېوال علمي شخصیت شتون جناب محمد اشرف غني  او دده زعامت ددې موجوده تشویشو او خطراتو ته پوره غوږ شي او هغه جدي، مهمې ونیسي او د افغانستان د خلکو دغه تشویشونو ته متناسب جواب، موضع او استقامت ښکاره کړي او د هغو پر بنیاد به ملت د هغو سره د ملاتړ او عدم ملاتړ پریکره وشي، هم ‌‌‌‌‌‌ډېرې مهمې او اساسي خبرې دي!

 مونږ ښکاره قدمو او مواضعو ته سترګه په لار یو!

مونږ جینیوا کې د اروپا میشتو ځوانانو غوښتنو کوټلي ځوابو ته او په خاص ‌‌‌‌‌‌ډول د افغانستان په داخل کې د پاکستان د سرحدونو د جوړولو سکوت ته جواب غواړو.

د حل اساسي لار:

له پاکستانه د پاکستان اتومی بم د پاکستان د قرضو مقابل کې اخیستل په کار دي.

پاکستان د غیر متجانسو سوبو او خلکو غیر متجانس ترکیب دی چې د پوځ په زور، ددوی د جرم او جنایاتو په زور ساتل کیږي. ددې سیمې د خلکو د مبارزواو اوږدو سرښندنو ته متناسب جواب او دوی ته د پنجاب له اسارته آزادي ورکول او د پاکستان د پوځي ماشینرۍسره مرسته نه کول په کار دي. د پاکستان ملاء اجیر ملا دی، د پاکستان پوځ اجیر پوځ دی. دغه اجیر ملا او دغه اجیر فوج د پېسو او ‌‌‌‌‌‌ډالرو مقابل کې خپل ناموس او نیا هم خرڅولای شي او خرڅ کړای دی. پاکستاني جنرالانو د پېسو مقابل کې د تاریخ په اوږدو کې دومره عرب فلسطین وژلي او شهیدان کړي چې کوم بل هیڅ هېواد نه دي کړي. دوی کولای شي دغه برخه کې نور وظایف اجرا کړي.

بله هره لاره موقته او غیر اساسي لار ده او صرف د افغانستان او سیمې د خلکو د غمیزې اوږدول او نړېوالې سولې ته تهدید تشدیدولو لارې دي.

هو دا په دې هم مهمه ده چې د پاکستان نه مرسته غوښتل او د هغوی مرسته د افغانستان په سوله او استقرار کې به دا ایجاب هم وکړي چې اول د سیاست قاموسونه له سره ولیکل شي چې پاکستان دې ددې غوړې مړی او دې جزیه اخیستو لاس واخلي. دا نشي کېدای او دا به ونشي.

د نامعقولو هلوځلو او حرکاتو د ادامې په صورت کې زه له هغه ورځې ‌‌‌‌‌‌ډاریږم چې مخالف ته د تسلیمي شرایط به د افغانستان دښمنان تعین کړي او دا ویتنام به له هغه ویتنامه خطرناک وي.

و ما علینا الا البلاغ المبین

د. ص. سعیدی