کور / راپور / د کندهار مرستيال والي : ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ده چي په يووالي سره يې ژور تغيرات رامنځ ته کېږي

د کندهار مرستيال والي : ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ده چي په يووالي سره يې ژور تغيرات رامنځ ته کېږي

نن د پنجشنبې په ورځ په کندهار کي د ځوانانو يوه غونډه دائره سوې وه، چي موخه ئې په ټولنه کي د ځوانانو ستونزو ته انعکاس ورکول وه.

په دغه غونډه کي د امنيتي او دفاعي ځواکونو استازو او مشرانو، قومي او اولسي مشرانو، د يو شمېر دولتي ادارو رئيسانو، د يو شمېر ولسواليو ولسوالانو، مدني فعالانو، د مدني ټولنو استازو او په زيات شمېر ځوانانو برخه اخيسې وه .

په دغه غونډه کي مرستيال والي عبدالحنان منيب ځوانان د ټولني تر ټولو ځواکمنه قوه ياده کړه او ويې ويل چي په هره ټولنه کي د ځوانانو په مټ ژور تغيرات رامنځته کېدلای سي .

ښاغلي منيب د ټولو ځوانانو پر اتحاد او اتفاق باندي هم ټينګار وکړ او زياته يې کړه چي د ځوانانو يووالی موږ ته وياړ رابخښي، نوموړي د ټولو ځوانانو څخه غوښتنه وکړه چي د چارو په سمبالولو کي له ولايتي ادارې سره  وخت پر وخت خپل نظريات شريک کړئ ترڅو په راتلونکي کي مو د هري کړني مثبته پايله په برخه سوې وي .

په دغه غونډه کي ځوانانو هم ويناوي وکړې او د مرستيال او سرپرست والي هڅي يې وستايلې چي په هره برخه کي يې د ځوانانو سره ترسره کړي، همدارنګه يې له هغه څخه ځانګړې مننه وکړه چي وخت پر وخت يې د ولايتي ادارې په پلانونو کي د ځوانانو مشورو ته ځانګړی ځای ورکړی دی .

په غونډه کي راغلو ځوانانو له مرستيال او سرپرست والي سره خپلي ستونزي شريکي کړې او د حل په برخه کي يې د ولايتي ادارې څخه د پوره همکاريو غوښتنه وکړه، همدارنګه د ځوانانو لخوا مرستيال او سرپرست والي عبدالحنان منيب ته د ښه خدمت کولو په موخه د اعزاز بګړۍ هم ورپر سر سوه .

وروسته په غونډه کي د يو شمېر دولتي ادارو مسؤلينو او استازو هم ويناوي وکړې او د خپلو لاسته راوړنو او راتلونکو پلانونو په اړه يې ګډونوالو ته خپل لنډ راپورونه وړاندي کړه، همدارنګه يې د يو شمېر ځوانانو پوښتنو ته ځوابونه هم وويل .