کور / #PTM / پاکستان حکومت سند ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز لګولی دی

پاکستان حکومت سند ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز لګولی دی

د پښتون ژغورني غورځنګ پر مشر منظور پښتين دا ځل سند ايالت ته پر ورتګ د بنديز حکم جاري سوی دی.

د سند ايالت يوې محکمې پوليسو ته امر کړی دی چي دغي صوبې ته د ښاغلي پښتين پر ورتګ دي د ۹۰ ورځو لپاره بنديز ولګول سي.

منظور پښتين دا مهال په کراچي کي دی چيري چي د پښتنو د ويښتابه لپاره غونډي جوړوي او د پنجاب حکومت څخه د خپلو حقوقو دفاع کوي.

کراچي چي د سند ايالت ترټولو لوی ښار دی پکي د ۴۰۰ پښتنو قاتل راو انور هم هلته اوسېږي او د پاکستاني پوځ له لوري ئې کلکه ساتنه کېږي.

سند ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز پر داسي مهال رامنځ ته کېږي چي دوې ورځي وړاندي د پاکستان د پوځ وياند آصف غفور ويلي وه، چي پي ټي ايم ( پښتون تحفظ مومنټ) که له خپل حد څخه ووځي نو رياست به له خپل زور څخه کار واخلي.

آصف غفور دا هم ويلي وه چي د پي ټي ايم ټولي درې غوښتني منل سوي دي او نور بايد دوی له غونډو او لاريونونو څخه لاس واخلي.

خو منظور پښتين وايي، زموږ غوښتني درې نه بلکي شپږ دي او په هغه کي يوه هم نه ده منل سوې. ښاغلی پښتين وايي، راو انور ته سزا ورکول، د پښتني سيمو د ماينونو پاکول، په قبايلي او نورو پښتون ميشتو سيمو کي د پاکستاني پوځ د ظلمونو درول، د لادرکه کسانو په هکله مالومات ددوی له غوښتنو څخه دي. چي په دې کي يوه هم نه ده منل سوې.

د غورځنګ مشر منظور پښتين په ټينګار سره وايي، چي دوی به د خپلو حقونو اواز پورته کوي او په دې لار کي به هر ډول خنډونو ته غاړه ږدي.

منظور پښتين وايي،”زموږ غوښتنې په خبرو نه بلکی په عمل حلېږي، خو بیا خامخا دوی وایي چې پوځي کاروایي به ورباندې وکړو، موږ خو بېوسه خلک يو غوښتنه مو وکړه خو په ریاست بده لګېږي او څوک خبره نه کوي”.
هغه په ټينګار سره وويل، رياست همېشه ظلم نه سي کولای او زموږ مبارزه به يوه ورځ ارومرو رنګ راوړي.