کور / راپور / خليلزاد: افغانان دي خپل برخليک ټاکلو ته پرېښودل سي

خليلزاد: افغانان دي خپل برخليک ټاکلو ته پرېښودل سي

د  افغان سولي لپاره د امريکا د بهرنيو چارو ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، افغانان د خپل راتلونکي په جوړولو کي بايد خپلواک پرېښودل سي او نور قوتونه بايد ددوی برخليک ونه ټاکي.

نوموړی چي دا مهال د وسلوالو طالبانو سره د مذاکراتو په تړاو د روسيې په سفر دی وايي، افغانان بايد پرېښودل سي ترڅو خپل برخليک خپله وټاکي او بهرني قوتونه بايد د افغانانو برخليک په لاس کي وانه خلي. زلمي خليلزاد چي د روسيې د چارواکو سره ئې خبري کړي وايي، په افغانستان کي سوله د امريکا او روسيې د دواړو په ګټه ده او په دې برخه کي بايد دواړه هيوادونه پوره همکاري وکړي.

نوموړي په مسکو کي د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د لوړپوړو چارواکو سره کتلي او د افغانستان د سولي په تړاو ورسره ږغېدلی دی.

زلمی خليلزاد د سيمي هيوادو ته د افغان سولي د خبرو اترو لپاره په سفر راوتلی دی او د اسلام اباد د سفر وروسته د افغانستان او سيمي هيوادونو په ګډون د قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو ته هم سفرونه لري. او تمه ده چي په قطر کی به د طالب استازو سره هم ليده کاته وکړي.

تېره مياشت د سولي په تړاو د روسيې په پلازمېنه مسکو کي يو کنفرانس جوړ سوی وو چي د طالب استازو په ګډون د ۱۲ هیوادونو استازو پکي ګډون کړی وو.

د افغانستان د سولي په تړاو ډېر مطرح هيوادونه روسيه، پاکستان، قطر او متحده عربي امارات دي.