کور / اسلامي / د ږيري له برکته!

د ږيري له برکته!

عبدالله وردک

 انګلستان – دسمبر – ۲۰۱۸

 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

غواړم، چې د ژوند یوه ریښتنۍ کیسه درته وکړم. ځنې وروڼه او خویندې به وایي، چې دغه کیسې به څه وخت خلاصېږي؟! ان شاءالله چې تاسې هم زما په شان سپین ږیري شئ، نو بیا به تاسې هم خپلې ریښتنۍ کیسې کوئ.

تر ټولو لومړی، زه غواړم دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې په دغه لیکنه کې زما څوک خاص هدف ندی، او نه چاته کومه کنایه وایم.

کیسه په لاندې ډول سره وه.

په دغه پوهنتون کې چې زه درس ورکوم، هر کال دوه ځلې د هرې شعبې استادان، د پوهنتون له ساحې څخه بهر په یوه ځای کې راغونډېږي. دغه د استادانو غونډه، د تعلیمي کال په شروع او په ختم کې صورت مومي. په دغه غونډو کې استادان، د پوهنتون د کارو په هکله، خپل نظرونه وړاندې کوي.

یوه ورځ مونږه د انجینرۍ د پوهنځۍ ټول استادان هم، د دغه شانته غوندې د پاره د پوهنتون څخه بهر په یوه ځای کې راسره راټول شوي و.

دلته مخکې له مخه د مربوطه شعبې اداري مسىٔولین، د غونډې د ټولو ګډون کوونکو څخه د ایمېل په ذریعه پوښتنه کوي، چې که څوک کومه خاصه او ځانګړې غذا غواړي. مسلمانان بیا د حلالې غذا غوښتنه کوي. د یادولو وړ ده، چې وروڼه او خویندې کولای شي چې حلاله غذا د سفر په وخت کې، د غیر اسلامي ملکونو، ایرلاین ته هم فرمایش ورکړي.

پدغه غونډه کې ما د خپل ځان په هکله لږ شانته ټنبلي وکړه، او په خپل وخت مې د خپلې غذا غوښتنه ونکړه. نو په هغه سهار مې لږ شانته ښه چای، په خپل کور کې وڅښلو، او د ځانه سره مې داسې فیصله وکړه چې زه به د غرمې د ډوډۍ په وخت کې یوازې د مالټې شربت او تازه مېوه خورم.

ټول استادان دغه علمي غونډې ته ولاړو، او کله چې د غرمې د ډوډۍ وخت راغی، نو ټولو د ډوډۍ د ځای په طرف حرکت وکړ. او کله چې د ډوډۍ سالون ته ور داخل شولو، نو پدې وخت کې یوې ښځې زما مخې ته منډه راوکړه، او هغې ماته په ډېره خوښحالۍ سره د نورو استادانو په مخ کې وویل چې ” ما د ستا د پاره ډېره ښه حلاله غذا له ښه مشهور رېستوران څخه راوړېده.“ ما سمدلاسه په ځواب کې ورته وویل، چې ډېره مننه، لېکن ما د کومې خاصي غذا غوښتنه نده کړې! هغه د مونږه د شعبې د مشر او نورو استادانو په مخ کې راته وویل، چې نه، ما تاته دغه حلاله غذا له ډېره مشهوره رېستوران ځخه راوړېده. ما د شعبې د مشر څخه ددې ښځې په مخکې غوښتنه وکړه، چې لطفاً له دغې ښځې څخه د ایمېل په ذریعه په رسمي توګه مننه وکړي، ا‌و هغه هم راسره ومنله.

اوس د اصلي کیسې ځای راځي، او ښه چرت ورته برابر کړئ.

مونږه د خپلې طبعې له ملګرو سره د ډوډۍ په مېزونو کیناستلو. ما ته یې پاکه حلاله غذا راوړه. د یادولو وړ ده، چې زمونږه سره یو بل مسلمان استاد هم و، او هغه هم په همدغه مېز له ما سره ناست و. ما دغه حلاله غذا، ښه په مزه مزه خوړله، او هغه مسلمان استاد ورو ورو راته وایي، چې خوره! خوره! پردۍ غذا خوره! ما ورته وویل چې ته څه وایې؟ هغو راته وویل چې دغه حلاله غذا خو هغه، د خپل ځان د پاره فرمایش ورکړې وه. نو پدغه وخت کې زه هم خفه شوم، او هم ډېره خندا راتلله. ما ورته وویل چې هغې ښځې په تا کې، د مسلمان کومې واضح نښانې ونه لیدلې، او الحمدالله، دغه د ږيريبرکت و، چې ستا حلاله غذا زما په نصیب شوه (بیا مې له ده سره هم شریکه کړه). البته، هغه ښه مسلمان استاد دی، او د پوهنتون په جومات کې هر وخت خپل لمنځونه کوي. د ما او د هغه تر منځ فرق، یوازې ګیره وه.

زه نوره کومه تبصره نکوم، اما، که چېرې مونږه او تاسې په خپل دین کلک ودرېږو، الله(ج) له مونږه سره کومک کوي، او الله(ج) کارونه راته آسانه کوي، او هم د نورو دینو خلک راته احترام کوي. نو ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! هر څوک چې خپل ځان ته مسلمان وایي، نو د هغو سره د مسلمان کارو‌نه ډېر ښه خوند کوي، او هر مسلمان باید په دغه پوه شي، چې د ده ښه او بد کارونه په ټولو مسلمانانو، ښه او بده اغېزه لرلای شي.

د پام وړ ټکي:

په یوه مسلمان کې، د مسلمانۍ نښې باید له ورایه ښکاره شي. دا پدې معنا، چې نارینه مسلمان، په ګیره، او ښځینه مسلمانه په حجاب سره ډېره ښه ښکاري.

همدارنګه، دغه شانته مسلمانان، چې له ورایه، هغه ښه پېژندل کیږي، باید خپلو کړو او وړو ته ډېره توجه وکړي، او داځکه چې د دوی ښه او بد اعمال، پر ټولو مسلمانانو، ښه او بده اغیزه، لرلای شي.

د یادولو وړ ده، چې خدای مکړه، داسې ونشي، چې دغه حجاب لرونکې خویندې، بیا د بی بی حاجی تر نامه لاندې، د خپلو وروڼو او خپلوانو په ودونو کې، ګډا وکړي. همدارنګه، هغه د ږيريخاوند هم، بیا په بنډارونو او ودونو کې، د څرخني په شان نڅا او ګډا ونکړي.

زه د ږيريد حیثیت په هکله، څه نه وایم، او دغه د دیني عالمانو مسىٔولیت دی، چې هغه خلکو ته په واضح توګه، تشریح کړي. زه یوازې غواړم، چې ووایم، چې الحمدالله، د ګیرې، له برکته، ماته هغه حلال خوراک، په ډېر قدر او عزت کې وړاندې شو.

هېره د نه وي، چې ګیره، هم ګیره، او حجاب، هم حجاب وي. نن سبا خو د ځینو مسلمانانو ګیرې، هېڅ ږيريته نه پاته کیږي، او همدارنګه، د ځینو خویندو حجاب، ته خو هم سړی حیران شي.

الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د اسلام د دین، چې څرنګه لازم دی، په هغه ډول، د نړۍ ټولو وګړو ته په اصلي بڼه ورسوو، او هغه په سمه توګه عملي کړو. آمین.

زه یو ځل بیا، په ډېره عاجزۍ سره، خپل لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.