کور / #PTM / منظور پښتين: څوک چي غلامي نه کوي، ژوند ته نه پرېښودل کېږي

منظور پښتين: څوک چي غلامي نه کوي، ژوند ته نه پرېښودل کېږي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پښتين وايي، چا چي د رياست غلامي کول په درنه سترګه ورته کتل کېږي او که ئې څوک غلامي نه کوي ژوند ته نه پرېښودل کېږي.

نوموړي دا څرګندوني د پاکستان حکومت د هغې پرېکړي په غبرګون کي وکړې چي پر منظور پښتين سند ايالت ته پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بنديز لګېږي.

ښاغلي پښتين په يوې مرکه کي ويلي دی، زه د خپل اولس د حقوقو دفاع کوم، زه د قانون او انسانيت خبره کوم، ځکه خو رياست ستونزي راته جوړوي.

د پښتين په خبره، په پاکستان کي آيين نسته، دلته جبر او د زور زياتي حکومت دی، څوک چي د خپلو حقوقو غوښتنه کوي پر وړاندي ئې خنډونه ورته جوړېږي، خو په زور زياتي هيڅ حکومت بقا نه سي موندلای او د نړۍ هغه حکومتونه له منځه تللي دي چي په ظلم او زور خپل راج چلوي.

تېره ورځ د سند ايالتي حکومت دغه ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ د ۹۰ ورځو لپاره بنديز ولګوی، خو دمګړی منظور پښتين د سند ايالت په کراچي ښار کي دی او هلته د خپل اولس د حقوقو په دفاع کي ئې ستري جلسې او غونډي وکړې.

منظور پښتين وايي، ما په کراچي کي خپل هدف پوره کړی دی او اولس ته مي د هغوی د ازادۍ په هکله ويناوي کړي دي، زه به نور له کراچي څخه وځم، خو نه پوهېږم چي د پاکستان حکومت ولي له کراچي څخه زما پر وتلو بېړه کوي!

بل خوا د سند ايالتي حکومت مشران وايي، پر منظور پښتين باندي د سفر د بنديزونو په هکله خبر نه لري. او کېدای سي دا د استخباراتو له لوري د اسلام اباد څخه حکم سوی وي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزير آصف علي زرداري زوی بلاول بوټو ويلي دي، چي دده ګوند سند ايالت ته د منظور پښتين پر ورتګ بنديز نه دی لګولی او د دا ډول بنديزونو سره دی مخالفت لري.

شنونکي وايي، چي دا بنديز د پاکستان د استخباراتي ادارې آی ايس آی له لوري لګول سوی دی.