کنډوليزا رايس : “پاکستان بايد ډير څه وکړي.”

27 | جولای 25th, 2008


د امريکا د بهرنيوو چارو وزيرې کنډوليزا رايس  ويلي چې پاکستان بايد په افغانستان کې د طالبانو د بريدونو د مخنيوي لپاره نورې هلې ځلې وکړي.


هغې په اسټريليا کې خبريالانو ته وويل. ((داسمه ده چې د پاکستان د حکومت لپاره صوبه سرحد يوه سخته سيمه ده خو د دې اجازه نه شي ورکول کيدی چې طالبان دې په دغه سيمه کې د افغانستان په خاوره کې د عملياتو پلانونه جوړ کړي.))


د يادونې وړه ده چې په دې وروستيوو کې په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو مرګ ژوبله د ناقراره عراق څخه  ډيره ده او همدغه خبرې امريکايان پريشانه کړي دي.


څه موده وړاندې په افغانستان کې يو امريکايي جنرال  ويلي وو چې  د پاکستان په قبايلي سيمو کې جنګيالي په ښکاره توګه  ګرځي راګرځي چې بايد مخه يې ونيول شي.  

Copyright Larawbar 2007-2024