کور / تازه خبرونه / په افغانستان کې د ناټو دوه سرتيري وژل شوي

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتيري وژل شوي

 د CNN خبري چينل په وينا يو وژل شوي سرتيری د ډنمارک او بل د برطانيه د هيواد دی. دوئ دواړه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هلمند کې وژل شوي دي.


د برطانيه د دفاع وزارت په وينا د دوی يو سرتيری په سنګين ولسوالۍ کې د پنجشنبې په تېر ماخستن د طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی او شپږ نور ټپيان شوي دي.


له بلې خوا د ډنمارک د دفاع وزارت ويلي چې د دوی يو پوځي د سړک د غاړې په يوه بمي چاودنه کې وژل شوی دی. په دغه پېښه کې چې د جمعې په سهار رامنځته شوه، درې نور ډنمارکي سرتیري ټپيان شوي دي.