کور / #PTM / پښتون ليکوال او فعال رشيد يوسفزی پاکستاني استخباراتو تری تم کړی دی

پښتون ليکوال او فعال رشيد يوسفزی پاکستاني استخباراتو تری تم کړی دی

په خيبر پښتونخوا کي ليکوال او د ټولنيزو رسنيو فعال رشيد يوسفزی دپاکستان امنيتي کسانو پورته کړی دی او تراوسه ئې دځايځايګي په هکله مالومات نسته.

د رشيد يوسفزي ورور شبير يوسفزی وايي، نوموړی د ډسمبر پر اتمه نېټه ماښام مهال امنيتي کسانو له خپل کور څخه بوتی او تراوسه ئې موږ ته پته نه لګېږي چي چيري ئې بېولی دی.

هغه وايي: “ د شپې دوې بجې وې، چي امنيتي کسان مو کور ته راغلل، ويل ئې موږ تلاښي کوو. په کور کي ئې پلټني پيل کړې، يو ئې د رشيد ليپ ټاپ کمپيوټر د ځان سره واخيست او ددوی ګرځنده موبايلونه ئې هم يووړل”.

شبير وايي، د امنيتي کسانو سره وېګو موټران وه او پر موږ ئې وسلې نيولي وې.

نوموړی وايي: ” راغلو کسانو رشید ته وویل موږ په تا پسي راغلي یو او بیا ئې رشید  له ځان سره بوتی.”

د رشيد کورنۍ وايي، نوموړي د هيڅ يو سياسي ګوند سره کار نه کاوه او نه په کوم سياسي پارټۍ پوري تړلی وو.

په پښتون مېشتو سيمو کي د پاکستان استخباراتي اداره آی ايس آی هغه کسان زنداني کوي او يا ئې وژني چي د پښتنو لپاره د پرمختګ او تعليم اواز اوچتوي.

پاکستاني استخباراتو په تېرو څو کلونو کي په زرګونو پښتانه مشران، ځوانان او مخکښ خلګ وژلي يا يې زنداني کړي دي.

د پښتون ژغورني غورځنګ په همدې موخه مبارزه پيل کړې ده چي د پښتنو لادرکه کسان دي وموندل سي او هغه کسان دي محکمې ته راکش کړل سي چي په پښتني سيمو کي ئې ټولوژنه کړې او د هغوی مېني او کورونه ئې ورته وران کړي دي.