کور / #PTM / پښتون ژغورني غورځنګ: که مو ملګري خوشي نه سي، پراخ لاريونونه پيلوو

پښتون ژغورني غورځنګ: که مو ملګري خوشي نه سي، پراخ لاريونونه پيلوو

د پښتون ژغورني غورځنګ ( پي ټي ايم) مشران وايي، که د رواني ډسمبر مياشتي تر ۱۶ نېټې پوري ددوی نيول سوي ملګري ازاد نه سي، دوی به پراخ لاريونونه پيل کړي.

دا خبرداری د غورځنګ مشرانو د دسمبر پر اتمه په ډيره اسماعیل خان کي د احتجاجي لاریون پرمهال ورکړی دی.

څو ورځي وړاندي په واڼه کي د پي ټي ايم د يو لاريون پر مهال پاکستاني پوليسو د ياد غورځنګ ځيني غړي ونيول او په ډېره اسماعيل خان زندان کي بنديان دي.

د غورځنګ يو مشر علي وزير وايي، نيول سويو کسانو ته د دوو کالو د بند سزا ټاکل سوې ده.

د علي وزير په خبره، دا کسان يواځي او يواځي په دې تور نيول سوي دي چي د پي ټي ايم ملاتړ ئې کاوه او بل هيڅ جرم نه لري.

نوموړی وايي، ځيني نور کسان هم نيول سوي او د تحقيقاتو له مخي بې ګناه ثابت سوي، خو لا هم خوشي سوي نه دي او په زندان کي شپې سبا کوي.

په واڼه کي په نيول سويو کسانو د پي ټي ايم ملاتړی او د عوامي نيشنل ګوند يو ځايي مشر سردار عارف وزیر او ورسره نور ملګري  هم شامل دي.

د عوامي نيشنل ګوند يو مخکښ مشر جمال ماليار مسيد وايي، نيول سوي کسان دي ژرترژره خوشي سي، که نه وي دوی به هم احتجاجونه پيل کړي.

د ده په وینا ، هغوي د خپلو حقونو لپاره سوله ايز لاریون کړی وو او امنیتي ځواکونو هغوی نیولي او د ډېره اسماعیل خان په زندان کې ئې بنديان کړي دي.