کور / اقتصادي / د پکتيکا او کونړ ولايتونو لپاره د برېښنا نوې پروژه پرانستل سوه

د پکتيکا او کونړ ولايتونو لپاره د برېښنا نوې پروژه پرانستل سوه

نن د پکتیکا او کونړ ولایتونو ته د برښنا رسونې د دوو مهمو پروژو د تمویلولو هوکړه لیک د آسیا پرمختیايي بانک رئیس، د مالیې وزارت او د افغانستان برښنا شرکت سره په ولسمشرۍ ماڼۍ کي لاسلیک سو.

په دغه دوو پروژو کي له غزني څخه پکتیکا ته لیږدونکی مزی، په پکتیکا ولایت کي د برښنا کوټ جوړول، له ننګرهار څخه کونړ ولایت ته لیږدونکی مزی او په کونړ ولایت کي د برښنا کوټ جوړول شامل دي چې ټولیز لګښت یې ۱۴۳.۴۲ ملیونه ډالره کیږي.

اوسمهال په کونړ ولایت کي د برښنا خدمتونه د برښنا د کوچني برښنا بند په وسیله چي ۷۰۰ کیلو واټه ظرفیت لري او موقعیت یې د کونړ ولایت په مرکز اسعدآباد کي دی، وړاندې کيږي. همدا اوس په کونړ ولایت کي ۲۶۰۰ پيرودونکي شتون لري، چي ددې پروژې په پلې کیدو سره به ۳۰۰۰۰ نورو پيرودونکو ته په اسعدآباد، دم کلی، کیراله، یارګل، نوآباد، سرکاڼو او نرنګ سیمو کې د برښنا رسونې خدمتونه وړاندې سي.

د ویلو ده چي تر دې مهاله پوري په پکتیکا ولایت کي تولیدي برښنا او شبکه شتون نه لري او د لومړي ځل لپاره به ددې پروژې په تطبیق سره  د پکتیکا ولایت د مرکز ښرنه او ارګون ولسوالۍ اوسیدونکو ته د برښنا رسونې خدمتونه وړاندي سي.

یادي پروژې د آسیا پرمختیايي بانک (ADB) په مالي مرسته پلې کیږي او د جوړولو چارې به یې په راتلونکو دوو کلونو کې بشپړي سي.

ددې هوکړه لیک د لاسلیک په مراسمو کې د ولسمشر اشرف غني په ګډون د کابینې ځینو غړیو، په ملي شورا کي د کونړ او پکتيکا ولایتونو استازیو، مخورو او مشرانو ګډون کړی وو.