کور / اقتصادي / د افغانستان د زعفرانو تولیدات ۲۲ سلنه زیات سوي دي

د افغانستان د زعفرانو تولیدات ۲۲ سلنه زیات سوي دي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په ۱۳۹۷ یم کال کي د زعفراو د تولید د وروستۍ شمېرې په وړاندې کولو سره وایي، چي د زعفرانو د تولید کچه په ۲۲ سلنې زیاتوالي سره کابو ۱۳ مټریک ټنو ته رسیږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمې نن سه شنبې په یوه خبري کنفرانس کي وویل، چي سږ په ۳۳ ولایتونو کي پر ۳۱ زره او ۲۲۰ جریبه ځمکه کي زعفران کرل سوي، چي له دغو ځمکو څخه ۱۲ زره او ۹۵۵ کیلو ګرامه زعفران، چي کابو ۱۳ مټریک ټنه کیږي تولید سوي دي. هغه وویل، چي سږ په افغانستان کي د زعفرانو تولید ۲۲ سلنه زیاته سوي ده. ښاغلي رستمي وایي، چي په ۱۳۹۶ یم کال کي د زعفرانو د تولیداتو کچه ۱۰.۶ ټنو ته رسېده. هغه وویل، چي زعفران د روان کال په ترڅ کي تر ټولو ډېر وده او صادرات درلود.

روان کال کي په ترتیب سره د هرات، فاریاب، کندهار، بلخ، سرپل او فراه ولایتونه د زعفرانو ترټولو ډېر تولید درلود. سږ یواځې د هېواد په سهیل هلمند ولایت کي زعفران نه دی کرل سوي.

اکبر رستمي وایي، چي د زعفرانو کابو ۹۰ سلنه محصولات له هېواده بهر صادریږي. هغه وویل: “روان کال په سیمه ییزو بازارونو کي د زعفرانو د پیازو او تارو د پلور له لارې د زعفران کارو بزګرانو عاید ۱۷ میلیون ډالر اټکل سوي دي، دې ته په کتو چي د افغانستان د زعفران ډېری برخه یعني څه باندې ۹۰ سلنه یې بهرینو هېوادونو ته صادریږي. له شک پرته په نړیوالو بازارونو کي د زعفرانو بیه درې چنده کیږي. اوسني شرایطو ته په کتو کورنیو بازارونو کي د یوه کیلو زعفرانو بیه ۶۰ یا ۷۰ زره افغانۍ ده، کله چي صادریږي بیه یې درې چنده لوړیږي.”

د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه، چي یاد وزارت د زعفرانو د سکټور د ودي په پار د روان کال په ترڅ کي ۱۳۶ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې ده، چي په پایله کي یې د کرنې وزارت، بزګرانو او یو شمېر موسسو له خوا په ۳۱ ولایتونو کي د زعفرانو ۲۰۸۳ ننداریزې قطعې جوړې سوي دي. هغه وویل، چي روان کال په شنوخونوکي د زعفرانو د کرکيلي او تولید په پار څېړنې هم د چین هېواد په مرسته پیل سوي ده. ښاغلي رستمي زیاته کړه، چي د کابل، بامیان او دایکندي په ولایتونو کي د ګلخونو له لارې د زعفرانو د تولید پایله د قناعت وړ ده.

همداراز سږ کال په ۳۱ ولایتونو کي پر زعفران کارانو د زعفرانو څه باندې ۱۰۰ پایې ماشینونو وېشل سوي او په ورته وخت کي د هرات او فاریاب په ولایتونو کي د زعفرانو د معیاري پروسس شپږ مرکزونه هم جوړې سوي دي.

د کرنې وازارت ویاند زیاته کړه، چي د روزنې او وړتیا لوړونې په برخه کي هم پراخ فعالیتونه تر سره سوي دي، چي سږ شپږ زره او ۶۰۰ زعفران کاران د زعفرانو د تولید، پروسس او بسته بندی په برخو کي روزل سوي دي.

په ۳۳ ولایتونو کي د زعفران کارو بزګرانو د کروندې ۲۵ ښوونځي ایجادول، په هرات ولایت کي د زعفرانو د کیفیت د کنټرول لابراټوار تجهیزول د روان کال په ترڅ کي په هېواد کي د زعفرانو د سکټور د ودې او پراختیا په پار د کرنې وزارت د فعالیتونو له ډلې څخه دي.

اکبر رستمي وویل، چي د کرنې وزارت د زعفرانو د پراختیا د پنځه کلن کړن لارې پر اساس په پام کي لري، چي په ۱۳۹۸ یم کال کي د زعفرانو د تولید پر زیاتولو او کیفیت ښه کولو تمرکز وکړي. ښاغلي رستمي وایي: “ټاکل سوي وه، چي د زعفرانو کلنۍ تولید په ۱۴۰۰ ام کال کي ۱۴ ټنو ته ورسږي، خو له نېکه مرغه اټکل کیږي، چي راتلونکی کال به د زعفرانو د تولید کچه له ۱۴ ټنو څخه زیات سي.”

چین ته د زر ټنه جلغوزیو صادرول

په دې کنفرانس کي د کرنې، وزارت ویاند اکبر رستمي چین ته د جلغوزیو صادراتو ته هم شاره وکړه او ویې ویل، ټاکل سوي ده، چي د دسامبر میاشتې تر پایه به چین ته د جلغوزیو د صادراتو کچه زر ټنوته ورسیږي. هغه وویل: “ د هوایي دهلیز له پرانیستلو وروسته د لومړي ځل لپاره کابو میاشت مخکي له کابل څخه د چین درې ښارونو ته د جلغوزیو صادرات پیل شو. تر دې دمه ۶۰۰ مټریک ټنه جلغوزي د هوایي دهلیز له لارې او ۱۲۳ مټریک ټنه د ځمکي له لارې صادر سوي او په پام کي ده، چي تر ۲۰ ورځو پورې د هوایي دهلیز له لارې د جلغوزیو صادرات زر ټنو ته ورسېږي”.

د کرنې وزارت ویاند زیاته کړه، چي تردې مخکي د افغانستان جلغوزي قاچاق او د ګاونډیو هېوادونو په نوم په ټېټه بیه نړیوالو مارکیټونو ته وړاندې کيدل خو، اوس د قاچاق مخه نیول سوې او جلغوزي د افغانستان په نو صادریږي.

په افغانستان کي څه باندې ۴۳ زره هکټاره د جلغوزیو ځنګلونه شتون لري. د جلغوزیو ډېری ځنګلونه په خوست، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، نورستان، لغمان او د کاپیسا ولایت په یوه برخه کي ده. سږ په ټولیز ډول په هېواد کي ۲۳ زره ټنه جلغوزي تولید سوي دي.