جنګي مجرمین او سوله
Aziz Rahman Hazim
ليکنه: مجید ژړاند
موږ یې د نن او پرون په تړاو خبرې نه کوو، په ډلو او ګروپونو یې هم وېشلی نه شو، د عفوې او بښنې وړ هم نه دي، ددې هیواد هر وګړي چې د خپل منځي جګړو په دوام وسله پورته کړې ده، هغوی له خپلې مور(هیواد) سره خیانت کړی دی او مجرم یې ګڼو.
پرون یې کابل کې خپل وحشتونه کول، د یوه ورور له اوږې د بل ورور سینې د اجل غشی خوړ، بسیا او ودان وطن کې د لوټمارو، بې دینو غدۍ جوړې کړې، د قوم اوخېل په نوم بې شمېره ځوانۍ د اجل برخه شوې، ښایسته کابل شهید شو، حورې یې د پنجاب او غرب خیرات ته اړې کړې، د وحشت او بربریت لویه کیسه روانه وه.
دوی ټول جنایتکار و، د سیمې استخباراتو په نغوته یې خپل کور ته د ورانۍ کلنګ راواخیست، په پردیو مرمیو یې خپلې هستۍ نېستي کړلې، دوی د امن پر ضد لښکرې منسجمې کړې، دوی نه پر افغان ماشوم رحم وکړ او نه یې افغان مېرمن له شر څخه په امن کې شوله.
لوی کور په وړو کورکو تقسیم شو، د قوم او ژبې پر بنسټ تنظیمونه راوټوکېدل او یو بل د وینو تږي و، دوی د هیواد د ابادۍ بنسټونه ونړول، دوی د خپلې سیاسي رهبري واک د ای، ایس، ای مشرانو ته ورکړل، د ای، ایس، ای په کتاب مسلمان او کافر په نښه کېدل او د وژلو صلاحیت یې هم د ای، ایس، ای له اجیرو ملېشو سره و، جنتي او دوزخي هم دوی ته مالوم و، د هرې بدبختۍ لامل خپل منځي جنګي ډلې وې، چې د هغه وخت کمونیست او پرچم ګوندونو هم د هیواد په بربادۍ کې خپل اخلاص ښودلی دی.
خو کله چې نړیوالې ټولنې افغانستان ته نسبي سوله راوستله، نو د همدې جنګي ډلو لېډرانو تر ټولو زیات واک خپل کړ او همدا لامل شو، چې طالب وسله والو بیا د مرکزي دولت پر ضد جنګي تحرکات شروع کړل او تر ننه پورې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وسله والو طالبانو د نظام او خلکو په وړاندې سنګر نیولی دی.
له تېرو دیارلسو کلونو راهیسې بیا افغان ماشوم یتیم دی، افغان مور بوره ده، افغانه خور وراره ده، افغانه ورېندار کونډه ده، د نظام پایښت لپاره ځوانې هستۍ نذرانه شولې، کورونه ویجاړ، سړکونه وران او ښوونځي وسوځېدل، له پخوانیو جنګي مجرمینو پاتې بنسټیزې پروژې طالبانو په نښه کړې، د دولت له لوري جوړ شوي روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، سړکونه خراب او ټولګټې پروژې ویجاړې شوې.
که پرون شمالي ټلوالې د طالب د مقاومت په سر امتیاز واخیست او تر اوسه د یادې ډلې خپل سرو ملېشو دولت ته سرخوږی جوړ کړی، نو همداسې که طالبانو ته د تېرې یوې نیمې لسیزې د ورانیو امتیاز ورکول کېږي، له انصاف څخه لرې چاره ده، هیڅ جنګي ډله باید امتیاز ونه لري، بلکې دشوي وحشت حساب کتاب ورسره وشي، خو نن چې ولس له جګړې ستړی دی، په هر قېمت د سولې غوښتونکي دی، خو د سولې پر سر امتیاز به نورې جنګي ملېشې د لا ډېر امتیاز د خپلولو لپاره بیا د جګړې لاره ونیسي.
په جنګي مجرمینو باید یواځې او یواځې قانون پلی شي او له ټولو جنایتکارانو سره چې هیواد کې د جنګ جګړو لامل ګرځېدلي دي، باید د خپلو اعمالو په سزا ورسېږي.
د جنګي مجرمینو لپاره همدا امتیاز بسنه کوي، چې تر اوسه لا ژوندي دي، په نورو امتیازونو یې نازول نور هم له هیواد او خاورې سره زیاتی دی.