کور / تازه خبرونه / ايتلاف: په غزني كي طالبانو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې

ايتلاف: په غزني كي طالبانو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې


ايتلافي ځواكونه وايي د غزني په اجيرستان ولسوالي كي يې طالب وسله والو ته پراخه مرګ ژوبله اړولې ده.
د غزني د اجيرستان ولسوالي تېره اونۍ طالبانو له حكومتي ځواكونو څخه قبضه كړې وه، چي اوس يې ولسوال رازمحمدوزيري وايي بيرته يې له طالبانو څخه نيولې ده.
ايتلافي ځواكونه وايي په اجيرستان ولسوالي كي يې درې ورځي پر طالبانو بمبارۍ وكړې چي له امله يې د ۴۰ په شاوخوا كي طالب وسله وال وژل سوي دي او ۳۰ نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند هم د دغو بمباريو تائېد كړى او وايي په ۴۰ مړو كي دوه عام وګړي هم شامل دي.