کور / تازه خبرونه / د بم چاودني د ماشوم په ګډون پنځه فلسطينيان ووژل

د بم چاودني د ماشوم په ګډون پنځه فلسطينيان ووژل


په غزه كي د بم يوې چاودني د يوه ماشوم په ګډون د پنځو فلسطينيانو ژوند واخيست.
چارواكي وايي پېښه د غزې څخه باندي ساحل ته نيژدې رامنځته سوې ده.
د وژل سوو كسانو تعلق د حماس له اسلامي ډلي سره و چي د چارواكو په وينا په هغه موټر كي چاودنه رامنځته سوه چي ياد سوي كسان پكښي سپاره وه.
تر اوسه لا د چاودني علت نه دئ معلوم، خو پرون هم په يوه ورته پېښه كي دوه فلسطينيان مړه او درې نور ټپيان سوي وه.
پرونۍ چاودنه هم په غزه كي د حماس د اسلامي غورځنګ د يوه ځايي مشر كور ته څرمه رامنځته سوې وه.