کور / راپور / د نشيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت: د روان کال په اوږدو کي په نشه يي توکو کي ( ۲۹ ) سلنه کموالی راغلی دی

د نشيي توکو پر ضد د مبارزې وزارت: د روان کال په اوږدو کي په نشه يي توکو کي ( ۲۹ ) سلنه کموالی راغلی دی

دا څرګندوني د نشي توکو پر ضد د مبارزې وزيري آغلي سلامت عظيمي په کندهار کي په يو کنفرانس کي وکړې.

نن په کندهار کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې يو سمينار جوړ سو، چي پکي د نشه يي توکو د کرکېلي، استعمال، قاچاق او سوداګرۍ د مخنيوي په تړاو ئې بېلابېل بحثونه وسول.

په سمينار کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزيره سلامت عظيمي او ورسره راغلي پلاوي هم ګډون کړی وو.

 د کندهار ولايتي شورا غړو، د اړونده رياستونو رئيسانو، د زابل، اروزګان او هلمند ولايتونو مسؤلينو او استازو  هم خپل نظرونه څرګند کړل.

 په پيل کي په ټولنيزو چارو کي د ولايت مقام مرستيال حاجي اغالالي دستګيري له مرکز څخه راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او مننه يې ورڅخه وکړه چي وخت پر وخت د نشه يي توکو پر وړاندي په کلکه د مبارزې هڅي کوي ترڅو ټولنه د دغه ناوړه توکو له استعمال او ضررونو څخه خوندي ساتل سوې وي. ښاغلي دستګيري وويل : د نشه يي توکو د کښت او استعمال ضررونه دوې برخي لري چي يوه يې د ټول ملت حيثيت تر پښو لاندي کول دي او دوهمه يې د نړيوالو هيوادونو سره موجوده باور له منځه تلل دي. په دغه مراسيمو کي د نشه يي توکو پر وړاندي د مبارزې وزيري سلامت عظيمي وويل : د نن د غونډي موخه د معاشيت بديل، د قانون تنفيذ او نشه يي توکو د مخنيوي لپاره مشورې غوښتل دي ترڅو په تطبيقولو سره يې په دغه برخه کي مؤثريت رامنځته سوی وي.

آغلي عظيمي وويل : د روان کال په اوږدو کي په نشه يي توکو کي ( ۲۹ ) سلنه کموالی راغلی، د هغې په خبره دولت ۵ کلن پلان او ځانګړې ستراتيژي جوړه کړې چي ځيني پاليسۍ يې تصويب او ځيني يې د تصويب په حال کي دي. نوموړي زياته کړه : دا مهال په ټول هيواد کي ۳ ميليونه انسانان د نشه يي توکو له خطر سره مخ دي چي دولت يې په مخنيوي کي کلکه مبارزه کوي. وروسته د ولايتي شورا غړو او د غونډي يو شمېر ګډونوالو هم وويل چي نشه يي توکي انسانيت له منځه وړي، همدارنګه يې له اړونده مسؤلينو څخه غوښتنه وکړه چي په دغه برخه کي لا هم جدي هڅه وکړي او د نشه يي توکو د کښت او استعمال کوونکو په وړاندي خپلي مبارزې ته دوام ورکړي.

دا پر داسي مهال ده چي افغانستان په نړۍ کي نشه يي توکو يو ترټولو ستر صادرونکی هيواد دی او په هيواد دننه کي هم په زرګونو انسانان په نشوو اخته دي.