کور / شعر / ریشخندات

ریشخندات

لیکوال : ماهر احسانزی 
شاعر او لیکوال حفیظ الله تراب د حکومت پر روانو چارو د طنز پر ژبه کوم څه څه لیکلي و او بیا يې په فیسبوک خپاره کړي و او د یو چا کمنت ته يې بیرته لیکلي وو : ریشخندات روان دي .
په ظاهري بڼه خو د ریشخندات کلمه په هیڅ ژبه کې نشته خو ما ترې دا مانا واخیسته ، چې پر کلمو ، نیولوجیزم او لغتونو ښه پوره ریشخند روان دی .
په همدې فیسبوکونو کې یو ډله داسې هم شته چې په لوی لاس له دود او منلي قاعدې اوړي او بل سرخوږی راته جوړوي .
دوی د مننې پرځای مننیات لیکي ، چې دلته هم خبره ریشخندات ته رسیږي .
له یو پلوه د پښتو ژبې ګڼو لهجو او غني زیرمې ، ډېرو استثناګانو ددې ژبې د زده کوونکو په لاره کې خلک زړه نازړه کړي، بل خوا يې له اوصولو ناخبره بچیانو د صیقلیدو پرځای ثقلیدو ته تابیا نیولي .
زمونږ خبره د کلمو او نومونو په ډېر ګړي حالت ده ، چې ډېر شمېر پښتو لیکوال يې له اوصولو په سرغړونې د نورو ژبو څخه په اغیز جمع کوي .
تر اسلام را رورسته پښتو ته د عربي ځينو اصطلاحګانو سره یو ځای ، داسې کلمې هم راغلې چې اوس د همدې یادې ژبې په قاعده جمع کوو هم .
د عربي ژبې د جمعې په وروستاړو کې یو هم ( ات ) او ( ین )  دی ، چې د پښتو کلمو او ژبې په برخه کې د جمعې لپاره په سپینه لمن تور داغ له ورایه خو ښکاري خو بد هم معلومیږي .
په دې برخه کې زمونږ لوی لوی لیکوالان ، استادان او پوه خلک پرځان عریضې کوي .
دوی به درته لګیا وي ، چې د ژبې د غني کیدلو ، مخکې تللو او ژوندۍ ساتلو لپاره علم ، پوهې او کتابونو ته اړتیا  ده چې دا ضرورت به په اثارو ( خو همدلته د پرځان عریضه مه کوه اثرونه ولیکه د اثارو پرځای ) لیکلو ، ژباړلو او تدوینولو پوره کیږي .
وړاندې مو د ( ات ) او ( ین ) خبره وکړه .
دا دواړه وروستاړي زمونږ په ژبه کې په لږه کچه د استعمال ځایونه لري .
( ین ) په کله جوړونکو وروستاړو کې د نسبتي وروستاړو له ډلې دی ، چې یو شي ته نسبت کوي .
مونږ چې د لوستو پښتنو په توګه په کلمې پسې ( ین ) ګورو نو د اصل او د ژبې د ګرامر له مخې به مو باور دا وی ، چې دا  ترکیبي کلمه ( هغه کلمه چې د ین وروستاړی په کې راغلي وي ) جمع نه بلکې نسبت دی د اصل لپاره .
خاورین ، وریښمین ، پشمین که لولو یا اورو نو دا مانا به ورڅخه اخلو چې دا د اصل لپاره نسبت دی .
د احمد وريښمني جامې پرتن دي .
اوس خلک خاورین لوښي نه کاروي .
په پورته جملوکې راغلي خاورین او وريښمین کلمې جمع نه بلکې وريښمو ته د کالیو او خاورو ته د لوښو نسبت وکړ ، چې دا توکي له وريښمو او خاورو جوړ شوي دي .
اوس چې ( ین ) په کلمو کې د جمعې لپاره کاروو ، څو تاوانونه کوو.
لومړی ــ که د ژبې اوصولو ته وفادار یو ، نو له جمعې به مو د نسبت مانا اخیستې وي .
مونږ به معلمین بیا د هغو خلکو ډلې ته نه وایو چې په ښوونځیو کې ماشومانو ته درس زده کوي بلکې مونږ ته به معلمین داسې څه ښکاري ، چې له معلم به جوړ وي ، ځکه مونږ خو ین د نسبت پرمهال کاروو .
دوهم ــ کرار کرار به د ژبی له شته دویونو خلاص شو ، چې اوس يې د ژبې د زده کړې او مهارولو لپاره استعمالوو .
مونږ چې نارینه نومونو د جمعې لپاره د ( ان ) وروستاړي څخه ګټنه کوو که داسې يې د نورو ژبو اغیز او فرمایشونو ته پریږدو ، معلمین به را معلمان نه کړو او محصلان به مو د غلط  ګرامري دود له مخې د ( استادینو!! ) په سرنوشت اخته شي .
مانا دا چې پښتو ژبه کې تول سا کښ نومونه چې پر بیواک غږ( کانسونینټ )  پای ته رسیدلي وي په ( ان ) جمع کیږي  .
یو ګړی             ډېری                      کره                نا کره

هلک                هلکان                     هلکان
معلم                معلمان                     معلمان               معلمین
محصل             محصلان                 محصلان              محصلین
مسوول            مسولان                  مسوولان               مسوولین
همداسې نور
که څوک وايې چې محصلین  اوس عام شوي  او خلک ورباندې پوهیږي ، دا کتابي دلیل  نه دی ، ځکه چې مونږ ورته  خپل اوصول لرو نو څه اړتیا چې داسې يې لیکو  او را دودوو يې ؟
که يې بیا هم څوک لیکي نو زه وایم څنګه بده خو به  نه وي ، چې استادان  هم تر دې وروسته استادین ولیکو ؛ زه باوري یم چې دا خبره درباندې ښه ونه لګیده ، ځکه چې زمونږد ژبې د اوصولو خلاف ده  او دا چې د ژبې اوصولو خلاف ګڼئ خو مجاهدین ، مبارزین ، فارغین هم زمونږ د جمعې قاعدې راسره نه مني .
د عربي ژبې د تانیث ډېرو ګړو لپاره د ( ات) وروستاړی  بل سرخوږی دی ، چې له مننې يې مننیات جوړکړي او لیکوالي ورسره ریشخندات ته ورسیده .
سره له دې چې پښتو ژبې او یا بلې هرې ژبې ته ورتلوونکي کلمه د کوربنې ژبې اوصولو ته غاړه ږدي او د ژبې ویونکي د خپلو شته اوصولو له مخې يې کاروي خو له دودیزو نورمونو انحراف او د خيټالوژۍ نیولوجیزم به ژبه راسره پرمختللي نه کړي ، خو له شته نوم به هم په کې خلاص شو .
د ین او ات وروستاړي ، چې په عربي ژبه کې کارول کیږي او زمونږ ژبې ته د همدې عربي کلمو د جمعې لپاره راغلي ، په کار ده ، چې په خپله ژبه کې ددې کلمو د جمعې لپاره  له قاعدو هم خبر شو .
پوهاند صدیق الله رښتین په پښتو ګرامر کې لیکي :
۱ــ هغه عربي مصدرونه او کلمې چې په ( ه ) یا په مفتوح ( ع ــ ح ) ختم وي ، په اخر کې د ( ې ) په راوړولو جمع کیږي .
یو ګړی                                                  ډېر ګړی
مناظره                                                   مناظرې
طمع                                                       طمعې
ذبح                                                        ذبحې
رقعه                                                      رقعې
۲ـــ  هغه عربي مصدرونه او نورو ژبو کلمې ، چې په اخر کې يې ( الف ) وي د (  ګانې ) او ( وې ) په راوړلو جمع کیږي .
یو ګړی                                             ډېر ګړی
التجا                                               التجا ګانې / التجاوې
اشتها                                               اشتها ګانې  / اشتهاوې
دعا                                                 دعا ګانې /  دعاوې
۳ــ کوم نومونه چې په ع  او ح ختم وي او  د مخه يې الف ، واو ، یا او پيښ راغلی وي ، دغه شان نومونه چې په اوږد واو او یا څرګنده ( ي) ختم وي  ،دغه ټول په ( ګانې ) سره جمع کیږي .
یو ګړی                                                       ډېر ګړی
اطلاع                                                         اطلاعګانې
ترفیع                                                          ترفیعګانې
رباعي                                                        رباعي ګانې

۴ــ هغه عربي نومونه او مصدرونه چې په اصلي حرف ختم وي  ، ساکښ يې په ( ان ) او بې ساه يې په ( ونه  ) جمع کیږي .
یو ګړی                                                      ډېر ګړی
علم                                                            علمونه
انعام                                                          انعامونه
انقلاب                                                        انقلابونه
موټر                                                          موټرونه
فاضل                                                        فاضلان
عالم                                                            عالمان
قاتل                                                            قاتلان
پر دې سربېره مطلب پرمطالبو ، مفهوم پرمفاهمو ، دلیل پردلایلو ، عنوان پر عناوینو ، قومونه پر اقوامو ، قشرونه پر اقشارو ، قاعدې پر قواعدو ، مسئله پرمسایلو او همداسې په سلګونو نورې کلمې لیکل د ژبې د وسعت او خدمت پرځای د زندۍ کیدو لاره ده .
د ژبې پرځای د کتابونو ژباړه ارزښت نه لري ، چې دادې ورسره پرمختګ وکړي ، بلکې د پښویزو دویونو واحد نظر او ژبې د راننوتونکی لغت او ټولنې ته د نوې احتراع پرمهال د نیولوجیزم پرمت د ژبې او ټولنې غوښتنې په نظر کې نیول هم د ژبې د ودې برخه جوړوي .