کور / راپور / صلاح الدين رباني: پاکستان چي څه وايي، بايد په عمل کي ئې ثابته کړي

صلاح الدين رباني: پاکستان چي څه وايي، بايد په عمل کي ئې ثابته کړي

تېره ورځ کابل د افغانستان، پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د ګډي ناستي کوربه وو.

دا غونډه چي د دريو هيوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو پکي ويناوي وکړې په افغانستان کي د سولي پر راتګ او په سيمه کي د تروريزم پر ضد د مبارزې په تړاو بحثونه او ژمني وسوې.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني په دې غونډه کي په افغان سوله کي د پاکستان رول ته اشاره وکړه او وئې ويل، پاکستان بايد په عمل کي ښکاره کړي چي په افغانستان کي د سولي د هڅو ملاتړی دی او په دې برخه کي مرسته کوي.

نوموړي وويل: “د سيمي له هيوادونو په تېره بيا له پاکستان څخه مو تمه ده چي د افغانستان د سولي په پروسه کي داسي همکاري وکړي چي افغانان ئې پايلي په سترګو وويني، موږ په وارو وارو ويلي دي چي په افغانستان کي سوله د سيمي د هيوادونو د سولي په مانا ده او اوس ئې وخت دی چي پاکستان دا ثابته کړي چي څه وايي، په عمل کي ئې هم ښکاره کړي”.

صلاح الدين رباني د افغانستان د سولي په پروسه کي د چين رول هم مهم وباله او ټينګار ئې وکړ چي په دې برخه کي دي چين او پاکستان په ګډه د افغانستان سره همکاري وکړي.

همداراز د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي وويل، “پاکستان د افغانستان سره د سولي په پروسه کي پوره همکاري کوي، موږ منو چي د افغانستان سوله د پاکستان لپاره ډېره مهمه ده، زه غواړم چي افغانان په سوله کي ژوند وکړي، دا زما فکر دی. ددې لپاره چي پاکستان د سولي په پروسه کي پوره همکاري وکړي او دا پروسه په ښه توګه پر مخ ولاړه سي، بايد افغانستان د ملامتۍ ګوته پاکستان ته ونه نيسي”.

بل خوا د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ هي هم د افغانستان، پاکستان او چين پر درې اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او دا ئې په سيمه کي د سولي او امن لپاره اړيني وبللې.

وانګ هي په خپلو خبرو کي وويل: چین د افغانستان او پاکستان ګډ ملګری دی او موږ په دې برخه کي خپلې همکارۍ ته دوام ورکوو، تر څو د دې دواړو هېوادونو خپلمنځي اړیکي پر سم لوري رواني سي، موږ ژمنه کوو چي د ترورېزم په وړاندې هوکړه به په ګډه پلې کوو، ځکه دا هوکړه لیک د همکاریو د ښه والي ترڅنګ په سیمه کې د سولې له ټینګښت سره هم مرسته کوي.”

په دغه درې اړخيزه غونډه کي د تروريزم پر ضد د ګډي مبارزې يو هوکړه ليک هم لاسليک سو، چي له مخي به ئې درې واړه هيوادونه د تروريزم پر ضد د مبارزې، اقتصادي پراختيا او ګډو همکاريو ته ژمن وي.

دا پر داسي مهال ده چي تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير عمران خان وويل، چي د ډسمبر پر ۱۷ نېټه به د پاکستان په منځګړيتوب طالبان او امريکا مخامخ خبري وکړي.