کور / #PTM / محسن داوړ: پوځ زموږ نومونه آی سي ایل ته اچولي دي

محسن داوړ: پوځ زموږ نومونه آی سي ایل ته اچولي دي

تېره ورځ د پاکستان مرکزي حکومت د قومي اسمبلۍ يا ولسي جرګې پر دوو پښتنو غړو محسن داوړ او علي وزير بهر ته پر تګ بنديز ولګوی، ددې بنديز په تړاو د مشرانو جرګې د بشري حقونو څانګي له حکومتي وزيرانو سپيناوی غوښتی دی، چي ولي ئې پر دغه پښتنو بهر ته پر تګ بنديز لګولی دی.

په ورته وخت کي محسن داوړ او علي وزير دا پرېکړه غندلې ده او دا ئې د پوځي استخباراتو کار بللی دی، چي ددوی په اشاره  هرڅه کېږي.

محسن داوړ پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چي د تحريک انصاف حکومت پوځ چلوي او عمران خان د يو سمبول غوندي لاسليکونه کوي.

نوموړی وايي: “ګوډاګۍ مرکزي کابینې چي مشري یې عمران خان کوي د پوځ تر فشار وروسته آخر زموږ نومونه په اې سي ایل (د بهرني سفر د بندیز لیست) کي واچول او هغه په نامالوم سبب چي د مملکت د کورنیو چارو وزیر ئې د خپلې ډلي په ګډون سپیناوی نه سي کولای”.

تېره ورځ د سنيټ  د بشري حقونو کمېټې هم په دې تړاو غونډه جوړه کړې وه، چي د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه دوه ملاتړي محسن داوړ او علي وزير هم ور بلل سوي وه.

محسن داوړ د سنيټ د کمېټې تر غونډې وروسته په هغه ویډیو کي چي پر خپل فېسبوکپاڼه ئې خپره کړې ویلي، چې د حکومت د دې ګام پر ضد عدالتونو ته نه ځي، بلکي پر ضد به ئې د پخوا  په څېر احتجاجونو ته دوام ورکوي:

“که دوی دا فکر کوي چي په موږ به ریښتیا ویل بند کړي، نو اوس چي دوی زموږ له رښتيا ويلو څخه څومره په تکليف دي دا تکلیف به ئې موږ نور هم ور زیاتوو، په اې سي ایل کي  مو  اچوي که مو په جېلونو کي اچوي موږ په شا کېدونکي نه یو”.