کور / سياسي / پاکستانی کرکټي د سولې امتياز غواړي

پاکستانی کرکټي د سولې امتياز غواړي

ليکنه: اېمل افغان

څه له پاسه څلوېښت کاله کېږي په افغانستان کې د کورنيو او بهرنيو ښامارانو په ځانګړې توګه د پاکستان له لاسه اور بل دی او هېوادوال بې ځایه په کې سوزي، چاه د جهاد اوجنت ترنامه لاندې په دې خاوره کې خپلې ګټې او حورې خوندي کړې او چاه د پکول او قهرمان اوځينو خو لا د طالب او پګړۍ په بهانه د پاکستان د تور پوځ په مشوره لونګۍ په سرکړې توره او دوره يې ترملا، په موټرسايکل سپاره اوجګړې ته يې غېږ ورته کړې چې په نتيجه کې افغان ځوانان د اور د لمبو ښکار شول، اقتصاد خراب، فرهنګ د بل په غېږ کې ولوېده، ښوونه او روزنه له صفر سره برابره شوه، چاودنې په هره څلور لارکې کېږي، ځوانانو اروپا او امريکا ته د لوږې له لاسه مخه کړه، په دې معنی چې دلته افغان ولس کافر دی او بايد چاودنې وشي اوخلک و وژل او تور پنجاب خوشحاله شي.

 زه يوه پوښتنه له دې چارواکو په ځانګړې توګه د کرکټي له ملګرو څخه چې هغه(تور پنجابيان دي) او خپل ځانونه سپين طالبان بولي په دې ځای کې کوم چې تاسو ته د دې چاودنو مصارفات رښتيا راته ووياست څوک درکوي، په يوه انتحاري خو تر دوه لکو ډالرو مصارفات راځي دا خو د زکات او عشر په پيسو نه پوره کېږي، چې زه هم درسره په دې برخه کې ملګری شم او بله خبره دا چې افغانستان خو يو اسلامي ملک دی، دلته خو پنځه وخته لمونځونه په مسجدونو کې کېږي د آزانونو غږونه اورېدل کېږي، کوم دين او اسلام تاسو غواړۍ، په اسلام کې خو ځان وژنه نه شته چې تاسو په دې ناوړه کار لاس پورې کړی، که زه يوه پوښتنه له تاسو څخه په دې خپل لنډ او لږ پوهې سره وکړم چې اودس په کوم آيت فرض شوی او د فرض کېدو دلايل يې څه شی دی، خو فکر نه کوم چې مثبت ځواب به راکړئ او بل د روزي پيداکول به په ننني افغانستان کې ډېرمهم وي او که چاودنې، خو په هر صورت سره دې ته زه يو مست ليونتوب وايم چې د بادار(تورپنجاب او ترڅنګ يې د هغه د ملګرو) په اشاره دا کار ترسره کوئ او افغان ولس يې درته کافر معرفي کړی دی.

 زما هدف له دې ليکنې څخه دا دی پرون مې له يوې خبري رسنۍ څخه د پاکستان د صدراعظم عمران خان وينا واورېده چې ويل يې افغانستان ته د سولې په راوستلو اوطالب چارواکو ته په نصيحت کولو کې پاکستان ډېره زياته همکاري کړې او لومړی امتياز بايد موږ خپل کړو، چې دوی مو د خبرو مېز ته راکش کړل، ولې طالب چارواکي دومره ورته نه وايې چې موږ په خبرو نه پوهېږو، موږ ګونګان يو، ته څوک يې چې ته دا خبره کوې خو لنډه دا چې که چېرته موږ حقیقتونو ته نظر وکړو پاکستان او افغاني رهبرانو د جهاد له پيل کېدو څخه تر نن ورځې پورې د پاکستان خبرو ته غوږ نيولی او خپله خاوره يې د اور په لمبو کې سوزولې، پاکستان ته که موږ پاک قرآن هم ونيسو نو دوی په کې خبرې پيدا کوي هغه هېڅ کله نه غواړي چې په افغانستان کې دې دايمي سوله راشي، ځکه د سولې په راوستلو کې خو بيا د پاکستان د پاپړو فابريکې فلجېږي، بيا به د دوی پاپړ څوک واخلي او بل په افغانستان کې د پياوړي حکومت په رامنځ ته کېدو سره د ډيورنډ کرغېړنه کرښه هم رامنځ ته کېږي چې هغه له منځه وړل کېږي، له بلې خوا به له هندوستان سره سياسي، فرهنګي او سوداګريزې اړيکې پراختيا پيدا کوي دا هغه څه دي چې خپله د پاکستان اوترڅنګ يې د بادار امريکا لپاره يو غټ سرخوږی جوړېږي.

بل د سولې په وړاندې که چېرته د امريکا پوځ او افغان حکومت په کلکه وغواړي فکر کوم چې په درې ساعتونو کې د سولې راوستلو امکانات شته چې په دې خاوره کې راشي ځکه سوله يو نيک نوم دی په سوله باندې په اسلام کې هم ډېر تاکيد شوی، سوله بايد راشي دلته چې کله موږ دواړه خواوو ته ګورو طالب(د پاکستان پوځ) چې د پګړۍ ترنامه لاندې يې دغه لوبه روانه کړې د امريکا په مشوره دا خبره کوي چې موږ له افغان حکومت سره خبرو ته نه کېنو دا به کوم منطق او دليل ومني چې له يوه چاه سره دې جګړه وي او د هغه په غياب کې دې ته جرګې او مرکې کوې سوله او مرکه خو مخ په مخ کېږي، يوه خبره که موږ دلته ذکر کړو او هغه هم د حديبې سولې ته نظر وکړو د حديبې په سوله کې د هغه وخت کفارو په رسول(ص) باندې څومره سخته ماده ومنله چې ويل يې که چېرته له مسلمانانو څخه کوم کس کفارو ته تسليمېږي نوکفار به هغه مسلمانانو ته نه ورکوي اوکه کافر مسلمانانو ته تسليمېږي نو هغه به مسلمانان ورکوي، رسول د خدای دا خبره ورسره ومنله چې مسلمان خو په هېڅ صورت کافر ته نه تسليمېږي.

دلته افغان مشرانو اوطالبانو ته په کار ده، چې نوره د منافقت سوله له ذهنه وباسي او افغان ولس نور ونه غولوي او په دې سره يوې موافقې ته ورسېږي، چې په افغانستان کې يوه واقعي سوله راشي، جګړې ته ورسره د پای ټکی کېدي، د امريکايانو اېستلو ته هم يوه لاره هواره شي اود پاکستان په خوله نور طالب چارواکي خام پياز هم ونه خوري او نه بې ځایه وينا وکړي او لږ په عمل او افغانيت کې هم ځان ثابت کړي او د پنجابي له طوطي دالو چې د دوی خوراک دی او کوم مشران يې چې په غېږ کې ناست دي ځان خلاص کړي او يوه خپلواکه لار اختيار کړي.

که چېرته موږ له حقيقتونو څخه د افغانستان په څلوېښت کلنه جګړه کې پرده لرې کړو نو دا د منافقت بوي ورڅخه څرګندېږي، چې دا جګړه د پاکستان او امريکا جګړه وه او ده چې رهبرانو او نورو چارواکو ته يې پيسې ورکولې د هغه وخت مجاهدين يې د روسانو په وړاندې په جګړه کې ښکېل ساتل، د جهاد تر نامه لاندې يې جګړه روانه کړې وه لنډه دا چې نور جهاد خلاص شو او بالاخره همدا چيغې به يې وهلې چې روسان دې ووځي موږ سوله کوو، خو چې کله هغوی و وتل ښاغلی ډاکټر نجيب الله احمدزی د افغانستان رئیس جمهور شو بيا همدغو رهبرانو او د پاکستان تور پوځ ورپسې سوي لرګي را واخيستل چې دا کمونيست دی، دا کافر دی، اخر يې ورته حکومت نسکور کړ او افغان ملت همدغه تور پنجاب د همدغو رهبرانو په لاس د اور کندې ته واچولو چې اوس بيا هغه شرط په افغان حکومت اېښودل شوی دی.

د افغانستان په روانه جګړه کې زموږ هدف ټول له تور اوګرم پنجاب څخه دی چې څنګه کولای شو د دوی دا بې رسۍ پوځ نور مهار کړو او په خپله خاوره کې يو سوچه اسلامي او افغان ملت ته د منلو حکومت رامنځ ته کړو، ترڅو موږ هم  په خپله خاوره کې په خو او غوره کارونو لاس پورې کړو او بله خبره دا چې په ننني ولسمشرښاغلي محمد اشرف غني غږ کوو هغه کسان چې ستا په اداره کې لاس وهنه کوي او غواړي د حکومت په جوړولو کې خنډ رامنځ ته کړي په کار ده، چې له دولتي څوکۍ څخه يې لرې کړئ او که نه اصلاح کېږي نو په کار ده سرو نه يې غوڅ کړئ ترڅو امن او امان رامنځ ته شي، ځکه ناپليون وايي د هرې تېزې او دکتاتورې ادارې ترشاه يونظام راتلای شي نو له دې تندې لهجې سره لږ په عمل کې هم ځان څرګند کړه چې افغان ولس هم در باندې ښه ووايي موږ ځوانان په ځانګړې توګه ټول ملت ستا طرفدار يو له تاسره په هر نيک کار کې مرسته کول غواړو نور نه زموږ او نه دې خپل وخت ضايع کوه، موږ ته يوه پايله د خپل حکومت دې په لاس راکړه ستا کارونه ډېر وشاربل شول خو کومې مثبتې نتېجې ته پرې ونه رسېدو او بل د پاکستان د تور پوځ لپاره هم يوه څه په خپل حکومت کې نه وه حاصل شوي چې د طالب په نامه يې وسله غاړې ته اچولې او موږ په خپله خاوره کې بې ځایه وژني نور بس دی….