کور / راپور / دکندهار د بشري سرچينو رئيس : دغه رياست د استخدام ترڅنګ د استعداد لرونکو کسانو د ظرفيت لوړولو په برخه کي هم کار کوي

دکندهار د بشري سرچينو رئيس : دغه رياست د استخدام ترڅنګ د استعداد لرونکو کسانو د ظرفيت لوړولو په برخه کي هم کار کوي

دغه څرګندوني د چهارشنبې په ورځ د بشري سرچينو د رياست رئيس عزیز احمد شيخل د يوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال په ولایت مقام کي وکړې.

د کندهار د بشري سرچينو رياست رئيس عزيزاحمد شيخل په اداري واحداتو کي د بشري سرچينو رياستونه دهري ادارې د ملا تير وبلی او ويې ويل : دغه رياستونه نه يوازي دا چي استعداد لرونکي کسان په ادارو کي په دندو ګماري بلکي د هغوئ د خونديتوب او ظرفيت لوړولو په برخه کي هم ځانګړي پلانونه په پام کي لري او عملي کوي يې.

د دغه رياست رئيس ښاغلي شيخل وويل : د ولایتي ادارې په همکاریو د تېر يوه کال په اوږدو کي يې رياست ښې لاسته راوړني لري چي د استخدام په برخه کي يې د ۱۷ ولسواليو په شمول په کندهار ښار کي زيات و کم ( ۵۰۰ ) تنه اجيران په دندو ګمارلي دي، همدارنګه هغه زياته کړه : په دغه برخه کي يې په يو شمېر نورو رياستونو کي هم د ۳ او ۴ بستونو لپاره په زيات شمېر استعداد لرونکي ځوانان د شفافي آزمويني له طريقه استخدام کړي دي.

نوموړي د دولتي ادارو اړوند د خالي بستونو په اړه هم معلومات وړاندي کړه او زياته يې کړه : د ۵ او ۶ بستونو د امتحان پروسه د مرکزي ادارې لخوا په دسته جمعي شکل سره ترسره کېږي خو دا مهال دوئ په يو شمېر رياستونو کي ( ۱۱۴ ) خالي بستونه  امتحان ته سپارلي چي د يو شمېر د اعلان موده يې پای ته رسېدلې ده، هغه زياته کړه : د خالي بستونو د ډکولو لړۍ دوام لري او وخت پر وخت په دغه برخه کي د کندهار ښار او ولسواليو خالي بستونو ته د شفافي آزمويني له طريقه وړ او او مستحق کسان ټاکل کېږي.

ښاغلي شيخل وويل : د بشري سرچينو اړوند د ظرفيت لوړولو د آمريت په برخه کي يې په زيات شمېر ځوانان او خوندي د بورسونو له لوري ترکمنستان، کوريا، چين، هندوستان او محلي ارګانونو ادارې ته د لنډ مهاله او اوږد مهاله زده کړو لپاره په بېلابېلو برخو کي استولي دي، هغه زياته کړه : د دغه آمريت اړوند دولتي مامورينو ته لنډمهاله او اوږد مهاله ورکشاپونه دائر سوي دي چي ښه لاسته راوړني ورڅخه لري او همدارنګه يې يو شمېر رئيسان د لنډ مهاله او اوږد مهاله ورکشاپونو په موخه بهرنيو هيوادونو ته استولي دي چي د بيرته راستنېدو سره سم د ښو لاسته راوړنو څخه هم برخمن سوي دي.

همدارنګه د دغه رياست رئيس وويل : د بشري سرچينو اړوند د سوانحو او ارزيابۍ آمريت د اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له خپلواکي ادارې سره په ګډه همږغۍ د زيات شمېر دولتي مامورينو د ارزيابۍ او سوانحو د جوړولو پروسه بشپره کړې او دا لړۍ لاهم دوام لري، نوموړي زياته کړه : د سوانح او ارزيابۍ د پروسې د بشپړېدو سره سم د دولتي ادارو يو شمېر استعداد لرونکو مامورينو ته چي له ځانه يې ښه وړتيا ښودلې وي د ولایتي ادارې په سپارښتنه هغوئ ته د لا تشويق په موخه ستاينليکونه او تقدير نامې هم ورکول سوي دي.