کور / روغتيا / د ملا درد د پای ته رسېدو لپاره اته  ځانګړي او فوق العاده حرکتونه

د ملا درد د پای ته رسېدو لپاره اته  ځانګړي او فوق العاده حرکتونه

ليکنه: محمد زمان ستانکزی

آیا پوهیږئ چې د نړۍ اتیا په سلو کې خلک د ملا له درد کړیږي؟ جالبه ده پوه شئ له والګي(زکام) وروسته ملا دردي دویم علت دی چې خلک له دې کبله ډاکټر ته مراجعه کوي. د ملا درد ممکن کم او یا مبهم وي، یا ممکن چې د ملا درد شدید وي او دې صورت کې امکان لري د ملا مهرې نږدې شوي وي.

د ملا د دوامداره درد علتونه څه دي؟

د بدن نامناسب حالت، د ناستې پر مهال او یا د مېز شاته دوامداره کېناستل د دې سبب ګرځي چې د ملا په مهرو او  عضلو فشار راشي؛ هوکې ټول دا موارد ستاسو د ملا دردي سبب ګرځي. تل هڅه وکړئ د ناستې پر مهال مو بدن مناسب حالت کې وي او د پښو تلي مو په ځمکه لګیدلي وي؛ د دې لپاره چې ډاډه شئ سم ناست یاست، ووینئ ستاسو د زنګنونو تر منځ زاویه حتما نوي درجې وي.

لاسونه مو پر میز لګیدلي وي، سر مو مخته وي؛ مه هیروئ چې هر نیم ساعت وروسته یو ځل پاڅئ او کشیشي حرکتونه وکړئ څو مو پر ملا فشار  لرې شي.

یوه بله لار چې ممکن  ملا ته زیان ورسوي او دا زیان څو برابره زیات کړي، کوپېدل او یا تاوېدل دي؛  هوکې مونږ پوهیږو چې د انسان بدن داسې جوړ شوی چې په تاوېدو او کوپېدو ستونزه ونه لري؛ خو که دا حرکتونه چټک او ناسنجول شوي تر سره شي، شک مه کوئ چې د ملا عضلو ته مو سخت زیان رسوي.

د ملا له درده د خلاصون غوره لار دا دا چې ورزشي حرکتونه تر سره شي دا حرکتونه کششي وي د بدن تر منځ؛ دا حرکتونه مرسته کوي چې بدن مو ډېر انعطاف ومني، او د تاوېدو او کوپېدو له اړخه زیان ډېر کمیږي او دې برخه کې پام وړ کمی راځي.

تر ټولو غوره ورزشي او کششي حرکتونه

 تاسو ته اته غوره کشیشي او ورزشي حرکتونه در پیژنو چې په تر سره کولو سره یې کولی شئ د ملا له درد خلاصۍ ومومئ. په یاد ولرئ چې د حرکت د تر سره کېدو پر مهال مو بدن په مناسب حالت کې وي او سم حرکت تر سره کړئ. که مو د بدن هر ځای کې درد او یا ناراحتي ولیده،  تمرین ته دوام مه ورکوئ  او له خپل  معالج ډاکټر سره مشوره وکړئ.

۱اوږد غځېدل:

اوږد څملئ:  او د ښي لاس څنګل مو پر ځمکه ثابت ولګوئ؛ په داسې حال کې چې کیڼ لاس مو د چت پر لور پورته نیولی، خپل بدن پورته کړئ؛ دا حرکت دوه ځله هر ځل دېرش ثانیې د بدن هر لور ته تکرار کړئ.

۲پر ځمکه اوږد غځېدل خو په یوې پښې

تصویر ته په کتو سره موقعیت غوره کړئ؛ په آرامه خپله یوه پښه پورته کړئ او له بدن مو لرې کړئ؛ پرته له دې چې پښه مو پر ځمکه کیږدئ بېرته مو پښه بدن ته نږدې کړئ؛ دا حرکت یو یا دوه ځله هر ځل له لس تر دولس ثانیو کې تر سره کړئ.

۳ په ټول زنګون بشپړ:

 په شا اوږد څملئ او خپل زنګنونه کوپ کړئ؛ نرم توپ د دوو پښو په منځ کې ونیسئ، خپل خاصرې لګن پورته  کړئ څو بدن لکه پل واقع شي، توپ د خپلو پښو منځ کې تر فشار لاندې راولئ او له شل تر دېرش ثانیې دې حالت کې پاته شئ  دا حرکت یو یا دوه ځله تر سره کړئ.

۴بشپړ حرکت په یوې پښې:  په شا اوږد څملئ چپه  پښه کوپه کړئ او ښۍ پښه مو اوږده ونیسئ( کوپه کوئ یې مه؛ خپل خاصرې لګن پورته کړئ او وروسته لومړني حالت ته ور وګرځئ؛ دا حرکت یو یا دوه ځله هر ځل لس تر دوولس ثانیې تکرار کړئ.

۵د سریني عضلو کشش  (د زنګون شاته عضلې:  په شا څملئ او خپل زنګنونه کوپ کړئ؛ خپله کیڼه پښه د ښئ پښې پر زنګون واچوئ څو  مو د چپې پېښې د زنګون سترګه استراحت کي وي. پښې مو باید د انګلیسي څلور غوندې وي؛ لاسونه مو د زنګنونو تر شا ونیسئ او پښې مو د نس لور ته ټولې کړئ؛ شل تر ۳۰ ثانیې په همدې حالت کې پاتې شئ؛ د بدن هر لور ته مو دوه یا درې ځله دا حرکت تکرار کړئ.

  ۶ د  ورون د شاتنیو عضلو کشیش (کوپېدونکې عضلې): په شا اوږد څملئ او د کیڼې پښې زنګون مو د سینې د قفس پر لور نږدې او کوپ کړئ. ښئ پښه صافه د ځمکې پر لور کیږدئ؛ د هر سمت پر لورشل تر ۳۰ ثانیې په همدې حالت کې پاتې شئ.

۷٫جوړه زنګنونه د نس دننه:  پر شا اوږد څملئ او دواړه پښې د سینې قفس لور ته ټولې کړئ؛ شل تر ۳۰ ثانیې په همدې حالت کې پریږدئ؛ دا حرکت دوه تر درې ځله تکرار کړئ.

۸د پرفورمیس عضلې کشیش (د باسن عضلې په شا اوږد څملئ او خپل زنګنونه پر یو او بل راولئ؛ د ټینس توپ د باسن ښي لور لاندې کیږدئ  شل تر دېرش ثانیې په همدې حالت کې پاتې شئ او وروسته حرکت بل لور تر سره کړئ او د ټینس توپ ځای بدل کړئ؛ دا حرکت دوه یا درې ځله تکرار کړئ.

د دې ټولو حرکتونو تر سره کول د ملا دردي د پای ته رسولو لپاره فوق العاده دي؛  خو مه هیروئ چې غوره او اصلي کار هماغه سم کیناستل دي؛ نو د ناستې پر مهال مو پر ملا فشار مه راولئ.