کور / راپور / په جنوبي پښتونخوا کي ډاکټرانو د ابراهيم خليل د تښتول کېدو پر ضد کاربنديز پيل کړی دی

په جنوبي پښتونخوا کي ډاکټرانو د ابراهيم خليل د تښتول کېدو پر ضد کاربنديز پيل کړی دی

نن د کوټي ښار په ګډون د جنوبي پښتونخوا په ډېرو سيمو  کي ډاکټرانو کاربنديز اعلان کړی وو.

د جنوبي پښتونخوا د ډاکټرانو ټولنه وايي، کاربنديز ئې د خپل تښتول سوي ملګري ډاکټر ابراهيم خليل د راخوشي کولو په خاطر کړی دی.

د ډاکټرانو اتحاديه وايي، ددوی کاربنديز به سبا هم دوام ومومي.

ويل کېږي د ډاکټرانو د کاربنديز سره سم ګڼ شمېر ناروغان له درملني بې برخي سوي او د سختو ستونزو سره مخ دي.

خو د ډاکټرانو د ټولني يو مشر کليم الله مندوخېل وايي، د کاربنديز پر مهال به په روغتونونو کي بېړنۍ څانګي پرانستي وي او عاجل ناروغان به تداوي کېږي.

ډاکټر ابراهيم تېره پنجشنبه ماښام له يو روغتون څخه کور ته پر لاره وو چي د نامالومه وسلوالو له لوري وتښتول سو او تراوسه ئې په هکله مالومات نسته.

په کوټه کي تردې وړاندي هم په څو ځله ډاکټران او قومي سوداګر تښتول سوي او  دپيسو په بدل کي پرېښودل سوي دي.

په کوټه کې تر دې وړاندې هم ځېنې نامتو ډاکټران تښتول شوي چې بيا وروسته د پيسو په بدل کې راخوشي کړل شوي ول.

د بولان میډیکل استادانو ټولنې غړی ډاکټر اصف مندوخېل وايي: ”ډاکټران دلته د ولس خدمت کوي، یوازې د دې صوبې نه بلکې د افغانستان د نورو سيمو د ناروغانو خدمت هم کوو. که  د ډاکټرانو  ساتنه و نه سي نو دوی اړ دي چې خپل کارونه پرېږدي.”

ډاکټر غلام رسول چي خپله هم څو کاله وړاندي سړي تښتوونکیو برمته کړی وو، وايي: ”دا لومړی ځل نه دی چي یو ډاکټر تښتول کېږي ، په وارو وارو د دوی ډاکټران تښتول سوي دي. موږ  غواړو چي زموږ تښتول سوی ډاکټر دي ژر تر ژره راخوشي کړل سي او په دغه پېښه کې ککړو کسانو ته دې سخته سزا ورکول سي.”

په جنوبي پښتونخوا کي د  ډاکټرانو کمېټه وايي، چي په په سيمه کي د نا امنيو په پېښو کي استخبارات لاس لري او هغه کسان چي په تښتونو او نورو جرومونو کي ککړ دي د استخباراتو د ملاتړ څخه برخمن دي.