کور / شعر / د خوښې شاعري

د خوښې شاعري

ليکنه: ماهر احسانزی 

هرکله چې له کوم شاعر څخه پوښتنه شوې ،چې د خوښې شاعر  یا شاعران دې څوک دی ؟

یا يې ویلي چې ټول مې خوښېږي او یا د ګوتو په شمار شاعران يې ښودلې دي .

د ټول مې خوښېږي پر ځواب شک کول ځکه په کار دی ، چې له امیر کروړه تر دې وخته شاعران په خپل ځای پريږده چې څوک يې ولولي ؛ د یو شاعر که هغه هممهالی وي اوکه نه ټوله شاعري هم د سړي نه خوښيږي او داځکه چې شاعر ممکن د بلې ټولنې ، کلتور ، رواج او هوا بچی وی او لوستونکی د بلې .

لوستونکي به وايې چې د ادب او په تېره د شعر مطالعه ( لوستنه ) خو د همدغو د مختلفو عناصرو د اړیکې او تجربو له شریکولو وروسته د لوستونکي په تعقل کې برخه اخلي خو د امریکا یا بل دې ورته چاپيریال شاعري زمونږ له اکثره خلکو فکر او کلتوري شعور سره ټکر ولري .

شاعري به د تجربو د لیږد لپاره مطالعه کیږي خو باید له پامه د یوې ټولنې د بهبود لپاره دا هېره نکړو ، چې زما د ژبې شاعر او بل لوستونکی دومره لویدلی شي ، چې په لوی لاس نور فرهنګونه کلتورونه پر ځان او ټولنې را وتپي ؛ دا بیله خبره ده چې د نورو شاعري یا د خوند او یا هم د نورو افکارو څخه د خبریدنې په موخه لولو ؛ دا باید هيڅکله ونه منو چې د ( څنګه ویلو ) لپاره هر څه قربان کړو .

که د شاعر اولوستونکي هوا ، چاپيریال ، کلتور … سره ورته وي ، د شاعر لید ، زاویه او مفکوره خوپه هيڅ وخت صورت د لوستونکي له زاویې ، لید ، اومفکورې سره په تله پوره خيژی ؛ فردي تمایلات ذوقونه خو لا په خپل ځای .

هغوی چې د ګوتو د شمېر شاعرانو خبره کوي ، څو وجې لري :

لومړی ــــ هرکله چې ترې پوښتنه شوې ؛ له حقیقت پرته يې ځواب ورکړی ، ځان يې له پوښتنې ویستلي ، تر دې چې د شاعرانو ترمنځ عمر ته يې هم پام شوی نه دی .

لومړی يې د صاحب شاه صابر نوم اخیستی بیا يې خوشال ذهن ته ورغلی او وروسته وروسته  خپلو همعصرو او ملګرو شاعرانو ته يې فکر شوی ، خو دا يې هېر کړي ،چې اول ځان دی بیا جهان .

دوهم ـــ ځينې ددې لپاره چې  د ډېرې مطالعې څښتن ځان وښايې ؛ مشهور شاعران به راکتار کړي خو دوی هم هغه ډله یادوي چې په ټولنه کې شهرت ګټلي وي .

دریم ـــ د ښه نیتۍ او بد نیتۍ له مخې هم کله کله داسې کیږي ، چې ځينې شاعران یادېږي او نور له پامه غورځي . مطلب ګونديز او پلوي ځواب ورکوي . د ګوتو په شمار خبره کې هم مونږ له عدالت کار نه اخلو .

هر څوک چې د شاعرانو نومونه راکتار کړي نو د خوشال ، عبدالرحمن ، کاظم شیدا، عبدالحمید ، حمزه … نومونه به حتمي پکې وي .  دا سمه ده چې دوی به ادب ته ډېر څه ورکړي وي .مثلا د استاد صدیق پسرلي خبره ده ، چې د پښتو ادب په بحثونو کې که پر خوشال او لنډۍ بحث ونه شي مه يې لولئ  . دوی ته که ادب د سرپه کاسه کې اوبه نه وای ورکړی ؛ مونږ به نه یادول ، خو باید دا هېره نکړو چې خدای پوره او انسان نیمګړی دی او انساني عقل د نیمګړتیا و له تیغه روغ نه وځي .

که د دوی نومونه له دې کبله اخیستل کېږي ، چې ادب ته يې کار کړی نو امیر کروړ، عبدالعظیم ، علي خان … خو ورسره تربورولي نه لرله  او نه يې هسې پاڼې تورې کړي دي . اکبر زمینداوري پښتو ادب ته غزل چوکاټ راوړ(په یو عام نظر سره )  خو نوم يې لکه ملکیار هوتک بابا یوارې دادب په تذکرو او تاریخ کتابونو کې پروت دی .

که دې څو نفرو کار کړی وي نو پردې نو رو ، ولې کتابونه ډک او که دوی هم کار کړی وي نو خبره بیا بله ده . دې ( خوشال ، حمید ، رحمن ، حمزه …) ډېره شاعري کړي او همدا د ډېرې شاعرۍ یا ډېرو بیتونو وجه ده ، چې  دومره مشهور دي .

بله زمونږ له کلیشې سره د انډيوالۍ خبره ده ، چې تیارو او په ذهن کې  د راسره خبرو لپاره جوړ یو خو نوې خبرې نلرو .

دلته هم د ځواب ویونکي ځواب لا سم نه دی . خوشال ، حمید ، رحمن ، حمزه … هر یو د ځانګړي یا تقریبا د ځانکړي سبک ، خیال ، مشاهدې ، فکر او لارې شاعر دی او هيڅ ذهن بډ (متضاد ) حالت سره ارام نه لري او چې ذهني لرام نه وي یا دې د عقیدې او فکر ضد خبرې روانې وي نو څومره به يط واوري ؛ که يې واوري / ولولي سمه ده  خو د خوښې ځای به هيڅ ورنکړي ، نو  خبره د ناخوښۍ شوه ، خبره بیا دا هم شوه چې پر ځواب فکر په کار دی .

بشري ژوند ته  تمایل لرونکی زړه  د درویش دراني دا بیت ډېر ځله له ځانه سره وايي اوساتي يې چې :

زړه مې درد کوي له زړه ورپسې ژاړم

دښمنان چې مې وي مړه ورپسې ژاړم

دوی دا بیت د انساني ژوند ، عاطفې لوړ مثال ګڼي ، خو پر ارزښتونو ولاړ انسان پکې بیا د دښمنیو ډلبندي کوي او پر وطن ، خاوره ، ناموس … دښمنان پکې راباسي او ژړا خو څه کوي ، چې نه بخښي .

عبدالرحمن بابا انسان خیرښیګڼې ، تواضع ، اخلاص ، نیکو اخلاقو ته هڅاوه او دايې د شعري نغمو شعري موتیف وو. خوشال له مشرۍ ، لښکرو ، خانۍ ، ښکار هرڅه قربانول . حمید او شیدا د هند په سکاڼو او نوخطو پسې زړه اوبه اوبه وو.

په ژوندیو کې هم دغسې فکري او نور اختلافونه دا شک د ځواب ویوونکي پر ځواب قوي چې یا خو بیخي د خوښې شاعر نه لري او یا يې نه دی لوستی .

له دې ځایه دې پایلې ته رسېږو ، چې که څوک د خوښې شاعران  ولري نو باید په هره معنا سره ورته وي ؛ کنه خبره بیا د ذوق او شعر ده ، ځکه  نه د انسان ذهن د غرونو غوندې ثابت پاتې کېږي او نه شعر د سمندرپه څېر یوه لوري ته مزل کوي .

ذوق ا و ذهن چې متحول دی ، یو وخت ممکن خوشال ومني خو بل و خت يې کلي ورسره نه کېږي او دعبدالرحمن او حافظ الپوري لاره نیسي .

د خوښې شاعران یا شاعر له دې اړخه هم  بې معنا خبره ده ،چې شعر د خوړ یا د سیند  اوبو ته ورته دی ؛ په هر لوري چې ورغلې ، هماغسې ځي او ممکن دا مخه يې زمونږ نه وي خوښه ، خو د همدې شاعر نور شعرونه مو بیا هره شیبه پرشونډو اوړي را اوړي .

بل پلو که د شعر د جوړښت له مخې  يې ووایو :

هر کله چې د ژبې له خورو کلیمو څخه یو څو کلمې راټولېږي ، بیا وزن پيداکوي او وروسته دغه موزوني کلیمې د یو فکر د لیږد لپاره او ددې لپاره چې د نظم سره يې توپير وشي ، ښکلي انځورونې ، تشبه ، استعاره ، سمبول ، بدیعې ښایستونه ( معنوي او لفظي ) او نورو په سر ځان کې هنریت پيداکوي او د خپل مخاطب عاطفې  او احساساتو په را پاریدا کې کې برخه اخلي ؛ څنګه يې بیا خوښ نکړو .

دا به اسانه وي چې په نظمونو کې د خوښې او ناخوښې خبره وکړو خو دا بیا د شعر او ادب سره سپين سترګې ده ،چې په شعرونو د رد او نا خوښې کرښه راکاږو .