کور / شعر / کندهار پوهنتون کي د طاهر افريدي او دروېش دراني په ياد ستاينغونډه وسوه

کندهار پوهنتون کي د طاهر افريدي او دروېش دراني په ياد ستاينغونډه وسوه

نن سه شنبه کندهار پوهنتون د پښتو ژبي د وتلي ليکوال طاهر افريدي او نومتی شاعر درويش دراني د ستاينغونډي کوربه وو.

په دې غونډه کي د لراوبر  ګڼ شمېر فرهنګيانو له کابل، ننګرهار، کويټي او پېښور څخه لسګونو ادب پالانو، ليکوالانو، شاعرانو، د کندهار پوهنتون استادانو او محصلينو، د يو شمېر دولتي ادارو رئيسانو، مېرمنو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په غونډه کي د طاهر افريدي او دروېش دراني د نثر او نظم پر اړخونو بېلابېلي مقالې او ويناوي واورول سوې او د پښتو ژبي د ادب په بډاينه کي د نوموړو هڅي وستايل سوې.

د غونډي په پيل کي د کندهار پوهنتون علمي مرستيال څېړندوی انجنير شېرشاه رشاد راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووايه او ويې ويل د خوښۍ ځای دی چي په کندهار پوهنتون کي د پښتو ادب د اوسني پير په منثوره برخه کي د تکړه ليکوال او داستاني ليکونکي طاهر افريدي او پښتو ادب په منظومه برخه کي د تکړه او وياړلي شاعر پروفيسر دروېش دوراني په وياړ سيمينار وړاندي کېږي.

ښاغلي رشاد وويل : طاهر افريدي او د هغه هنري او داستاني نثر په پښتو ادب کي هغه څپرکي دي چي د موضوع له پلوه د پښتني ماحول او وخت نوي موضوعات، مفاهيم او سوژې يې په خپله غېږه کي رانغښتي دي، هغه زياته کړه : همدارنګه تکړه شاعر دروېش دورانی د پښتو ادب په منثوره برخه کي د دې سيمي هغه ځلانده علمي او ادبي څېره ده چي په زړه پوري شاعرۍ او خوږو نغمو يې د هر لوستونکي د زړه نرۍ پردې رپولي او رېږدولي دي.

په دغه مراسيمو کي مرستيال والي عبدالحنان منيب وويل : زموږ دغه سيمينار د لر او بر پښتنو يوځای والۍ او يووالۍ ښيي، د هغه په خبره زموږ خوږه ژبه، متعال کلتور، يوه وينه او خوی هيڅ ډول سياسي کرښي او فوځي اغزن تارونه نسي جلا کولای.

ښاغلي منيب وويل : له ښه مرغه موږ په بالقوه ډول سره يو لوی حرکت چي په ژوندوني د ستايني د دود او کلتور د رامنځته کولو لپاره دی را پيل کړی دی چي په دې برخه کي د افغانستان  کلتوري او علمي او اجرائيه ارګانونه د امکان ترحده زيار باسي ؛ چي زموږ دغه نننی سيمينار يې ښه بېلګه ده همدارنګه دا ډول سيمينارونو ستراتيژيک او کلتوري مسير ښيي چي له ښه مرغه د پرمختګ او ودي پر لاره روان يو.

نوموړي زياته کړه : دا چي د زرګونو نورو پښتني فرهنګيانو ترڅنګ دروېش دوراني او طاهر افريدي په خپل ادبي او قلمي زيار د پښتو ژبي په ادبي، علمي او کلتوري غناء کي زيات زيار ايستلی دی نو هيله ده چي په دې سيمينار کي نور ګډون کوونکي هم په ځانګړي ډول ځوانان د دوئ له ادبي زيار او نوښتونو څخه سالمه ګټه اخيستنه وکړي او دوی هم په برخه کي خپل ملي او ژبنی رسالت اداء کړي.

وروسته د ولسمشر اشرف غني او د اطلاعات او کلتور وزارت د هنري او کلتوري برخي معين او سرپرست وزير پوهاند رسول باوري رالېږل سوي پيغامونه هم وړاندي سول، په دغه پيغامونو کي راغلي چي دروېش دراني د شعر او نظم په ژبه د پښتون قوم د ويښولو لپاره خورا زياتي خولې توی کړي دي او د پښتنو پر يووالي او ويښتيا يې خورا زيات ټينګار کړی دی، همدارنګه طاهر افريدي هم د پښتو ژبي په داستاني ادبياتو کي يو عمر کار کړی دی او د پښتو ادب دې برخي ته يې خورا زيات خدمتونه کړي دي.