کور / اقتصادي / سرپرست والي : د ۱۰ او ۱۵ ميګاواټه سولري برېښنا په جوړېدو سره به د ولس په ستونزو کي تر زياته حده کموالۍ راسي

سرپرست والي : د ۱۰ او ۱۵ ميګاواټه سولري برېښنا په جوړېدو سره به د ولس په ستونزو کي تر زياته حده کموالۍ راسي

په کندهار کي د سولري برېښنا د قرار دادي کمپنيو ( زورليستان او ډانيستيک ) د  استازو سره د کندهار د مرستيال والي عبدالحنان منيب يوه ګډه ناسته لرل، چي پکي د دغه ولايت د لمريزي برېښنا د جوړولو چاري و ارزول سوې.

په غونډه کي لومړی د دغو کمپنيو استازو خپل د ترسره سوو کارونو لنډ ګزارش وړاندي کړ او په يو شمېر برخو کي يې له ولايتي ادارې څخه د همکاريو غوښتنه وکړه.

سرپرست والي عبدالحنان منيب د دغه کمپنيو فعاليتونه ځنډني وارزول او هغوی ته ئې سپارښتنه وکړه چي په دغه برخه کي پوره چټک والی راولي همدارنګه څومره چي ژر کېږي د دغه برقي سيسټم د جوړلو چاري دي بشپړي کړي.

ښاغلي منيب وويل : د دغه ۱۰ او ۱۵ ميګاواټه سولري برېښنا په جوړېدو سره به د ولس په ستونزو کي تر زياته حده کموالۍ راسي او دغه موجوده ستونزه به يې له منځه تللې وي،نوموړي زياته کړه : که چېري د دغه کمپنيو چاري په همداسي ځنډني ډول سره رواني وي پايله به يې ښه نه وي او مسؤلين به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.

کندهار ښار او صنعتي فابرېکې دا مهال د برېښنا د نه شتون څخه سر ټکوي، چي د همدې ستونزي له امله په لسګونو صنعتي فابرېکې تړل سوي هم دي.