کور / هراړخیز / ۲۰۱۸ کال، افغانستان کې څرنګه تېر شو؟

۲۰۱۸ کال، افغانستان کې څرنګه تېر شو؟

      لیکنه: محمدزمان ستانکزی

د دوه زره اتلسم کال پای ته رسېدلي یوو، دې کال کې افغانستان له پراخو ستونزو سره مخ شو؛ خو تر ټولو ستر او ملي کار په   کې د ولسي جرګې ټاکنې وې.

له غزني ولایت پرته نورو ولایتونو کې ټاکنې په شاوخوا پنځه زره  مرکزونو او څه باندې یوویشت زرو محلونو کې د تلې په اته ویشتمه او نهه ویشتمه تر سره شوې.

دې ټاکنو ته  شاوخوا دوه نیم زره کسان کاندیدان وو چې له ډلې یې جبار قهرمان او ولسي جرګې ته بل کاندید جنرال زلمی وردګ ووژل شول.

 جبار قهرمان او زلمی وردک دواړه د افغانستان پوځي ستوري وو چې په را لوېدو یې افغان پوځ دوه لوی استادان له لاسه ورکړل.

      د ولسي جرګې ټاکنو سریال لا نه دی پای ته رسېدلی، د دې ټاکنو لومړنۍ پایلې څو پړاوونو کې اعلانیږي خو څه چې څرګند دي هغه دا دي چې د دې ټاکنو کوچ به په یقین سره دوه زره اتلسم کال کې را ونه ووځي او ټاکنو کمېسیون به ځږ وهي، وهي څو یې شوړمبې بیلې او کوچ  ترې را وباسي او په دې ورو – ورو  ځږ وهلو سره خبره نولسم کال ته پاتې شوه.

نولسم کال هم افغانستان کې د سیاسي لیږد لپاره لوی آزمویښت ګڼل کیږي، هغه کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې کېدونکي دي؛ خو زموږ له هغه کال او په کې له تر سره کېدونکو تحولاتو سره کار نشته، دوه زره اتلسم کال کې په مهمو امنیتي، سیاسي، اقتصادي او نورو مسایلو غږیږو.

      امنیت

      د دوه زره اتلسم کال جګړې ډېرې خطرناکې شوې، په دې کال کې طالبانو او نورو وسلوالو مخالفینو خپل پوځي تحرکات ډېر پراخ کړل. په ښارونو کې ستر ځانمرګي بریدونه تر سره شول چې ډېره قرباني یې ملکي وګړو ورکړه، د دې کال د عاشورا مراسم د نورو هغو په پرتله ښه او د امن په فضا کې تر سره شول، د پولیسو تر څنګ ولسي خلکو وسلې را واخیستې او د مراسمو امنیت یې خوندي کړ؛ خو د کابل ښار لویدیځه څنډه کې څو ترهګریز او ځانمرګي بریدونه تر سره شول چې په کې د طلوع نیوز خبریال او انځور اخیستونکی او نور لسګونه بې ګناه وګړي ووژل شول.

دې کال کې وړاندې له دې پېښې په یوه ورځ لس خبریالان ووژل شول، هغه هم د داعش د ځانمرګو بریدونو د خبري پوښښ پر مهال. خوست کې د بي بي سي خبریال احمدشاه ووژل شو. کندهار کې د یک تلویزیون خبریال ژوند له لاسه ورکړ. په دې ترتیب د مطبوعاتو کورنۍ بیا هم لویه قرباني ورکړه.

امنیت ضد پېښې خورا ډېرې شوې، څو ولسوالۍ لاس په لاس شوې، جګړې شدېدې او نوې بڼې ته داخلې شوې، طالبانو په افغان  امنیتي ځواکونو مرګوني بریدونه تر سره کړل چې په کې زرګونو منسوبینو او سرتېرو ته مرګ ژوبله واښته. بلخوا ناټو ځواکونو چې دا مهال د سلا مشورې ماموریت په مخ وړي، د خپلو افغان ملګرو لوړو تلفاتو ولړزول، په طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو یې هوایي ګوزارونه وکړل، له تور سمندرګي یې د اېف پنځه دېرش الوتکه را والوته او کندهار کې یې د طالبانو اهداف په نښه کړل.

د 2018 کال بل ستر تحول جګړه کې د B-52 الوتکې هوایي ګوزارونه وو، دې الوتکې بدخشان او نورو ساحو کې د طالبانو د راټولېدو مرکزونه په نښه کړل.  B -52 د امریکا د پوځ تر ټولو خطرناکه وسله ده او له دې وسلې څخه په استشنایي مواردو کې کار اخیستل کيږي، رمضان بشر دوست، د ولسي جرګې یوې عمومي ناسته کې ویلي وو”د B -52  زور دی چې دغه جګړه ماران دلته داسې غلي ناست دي که نه نو خپلو کې به یې په رڼا ورځ خوړلي وو.

   خو B -52  او ایف پنځه دېرش جنګي الوتکو هم حالات کنترول نه کړل، له پوځي فشارونو سره- سره طالبان او نورې وسلوالې مخالفې ډلې د هرې ورځې په تېرېدو سره د پیاوړتیا په حال کې دي، که څه هم هره ورځ او هره شیبه دې ډلو ته درانه تلفات واوښتل او لا اوړي؛ خو د امریکا په مرستو د څار ځانګړې ادارې(سیګر) خپل وروستي رپوټ کې څرګنده کړه، د دولت تر کنترول لاندې ساحه ډېره را لنډه شوې ده او اوس وسلوال مخالفین په نږدې سم نیمایي خاوره واک چلوي. د دولت د سولې هڅو هم تر اوسه ښکاره پایله نه ده ورکړې او طالبان د دې په ځای چې له افغان دولت سره کیني، غوره ګڼي چې له امریکا او نورو ښکېلو اړخونو سره خبرې وکړي،

 په دوه زره اتلسم کال کې په فراه کې خونړۍ جګړه وشوه، وسلوال طالبان د ښار  او محبس تر څنډو ورسېدل، د فراه ښار بشپړ سقوط ته لږ نور کار پاتې و خو ناټو هوایي ګوزارونه وکړل او د دې ګوزارونو ویډیو یې هم خپره کړه چې طالبان یې څرنګه په نښه او اړ کړل چې له ښاره ووځي او په شاتګ وکړي. د فراه جګړې کې د ایران ښکېلتیا ته ګوته ونیول شوه، د وخت والي بصیر سالنګي او لوی درستیز شریف یفتلي وویل چې ایران دې جګړه کې ښکېل دی؛ خو ایراني چارواکو دا تورونه بې اساسه وګڼل، امریکایي جنرالانو هم د افغان چارواکو ادعاوې تایید کړې.

 تر لوی اختر د مخه غزني ښار کې هم خطرناکه جګړه وشوه، وسلوال طالبان ښار ته ننوتل؛ خو د پولیسو قومندان کلک مقاومت وکړ، طالبان یې پرېنښودل چې محبس ته لار پیدا کړي که هغوی محبس نیولی وای نو ډېر بندي طالبان به یې ژغورلي وای، د غزني او فراه ښارونو حالات لا تر اوسه هم عادي شوي نه دي او د ولایتي شوراګانو  د غړو او خلکو ویناوې دي چې وسلوال د دې ښارونو څنډو کې پراخ حضور لري. د غزني جګړه کې پاکستان ته ګوته ونیول شوه.

د دې کال بله مهمه پېښه د امنیت په ساحه کې دا وه چې امریکایي جنرال جان نېکلسون د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قومانده جنرال سکاټ مېلر ته وسپارله، سکاټ مېلر ته د یوه جنګي او بې رحمه جنرال په سترګه کتل کیږي؛ خو دا چې د هغه د ماموریت څو میاشتې تېرې شوي، جګړییز حالات لا هم په کنترول کې نه دي وبه کتل شي چې مېلر به د خپل ماموریت تر پایه څه وکړي؟ که څه هم نېکلسون د خپل پوځي ماموریت لپاره لوی لوی اهداف ټاکلي وو، خو هغه دې اهدافو ته ونه رسېد او د طالبانو په وینا، نېکلسون په تشو لاسونو امریکا ته بېرته ستون شو.

دوه زره اتلسم کال کې افغان ځواکونو ته د بلک هاک چورلکو د سپارلو بهیر پیل شو چې تمه ده دې ځواکونو ته څو کلونو کې شاوخوا ۱۵۰ دا ډول چورلکې ورکړل شي، دې کال کې په افغان ځواکونو پانګونه پراخه شوه، دې کال کې امریکایي ځواکونو ډېر بمونه وغورځول چې د امریکایي پوځیانو په وینا، دا څو کلونو کې بې سارې خبره وه.

      د ولسي جرګې له ټاکنو دوه ورځې مخکې د افغانستان نوموتی جنرال په یوې امنیتي ناسته کې ووژل شو. جنرال رازق د طالبانو په مرکز کندهار کې امنیتي چارې په غاړه درلودې او وژنې یې ډېر خلک خپه کړل، د هغه ورور تادین خان اوس د کندهار د پولیسو قومندان ټاکل شوی،  له دې پېښې څو ورځې وروسته د فراه د ولایتي شورا رییس فرید بختور، د شورا مرستیاله او شاوخوا شل نور ملکي او پوځي مامورین د چورلکې لوېدو پېښه کې ووژل شول.

په دوه زره اتلسم کال کې بله مهمه خبره په امنیتي ساحه کې دا وه چې ولسمشر ډانالد ټرمپ وویل، له افغانستان څخه سم نیم عسکر وباسي، له دې دوه ورځې مخکې نوموړي له سوریې د خپلو ټولو عسکرو د وتلو خبره کړې وه، د افغانستان په تړاو یې د دې پرېکړې له اعلام سره جوخت دفاع وزیر جیمز متېس د خپلې استعفا خبره وکړه. ټرمپ وویل چې متېس به راتلوونکي میلادي کال کې تقاعد شي. د امریکا تلوونکي دفاع وزیر ویلي چې د افغانستان، سوریې او چین په تړاو یې له ولسمشر سره د نظر اختلاف درلود نو ځکه دنده پریږدي.

      سیاست:

      دې کال کې له وسلوالو طالبانو سره د سولې هڅو زور واخیست، امریکا د لومړي ځل لپاره د افغانستان سولې بهیر لپاره زلمی خلیلزاد چې افغانستان کې زیږیدلی خو امریکا کې را لوی شوی، د ځانګړي استازي په توګه وټاکه، خلیلزاد څو ځله قطر کې له طالب استازو او د نورو عربي او آسیایي هېوادونو له چارواکو سره په دې وغږېد چې څرنګه سوله تامین شي.

 زلمی خلیلزاد لا په کرار نه دی ناست تازه یې روسیې، افغانستان، پاکستان او اماراتو ته خپل پړاووییز او څو ورځنی سفر بشپړ کړ. له طالب استازو سره یې په ابوظبي ښار کې درې ورځنۍ ناستې درلودې چې د طالبانو په وینا، دې مسلسلو ناستو کې  له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو په وتلو، د طالب بندیانو پر خلاصون، له طالب بندیانو سره په مناسب چلند، د هوایي ګوزارونو په ودرېدو او اوربند خبرې وشوې. افغان حکومت هم ابوظبي ته دولس کسیز پلاوی لیږلی و چې طالبانو ور سره ونه کتل، او زلمي خلیلزاد په کابل کې له آریانا سره مرکه کې پر طالبانو انتقاد وکړ او ویې ویل طالبانو تېروتنه وکړه چې له افغان پلاوي سره یې ونه کتل او دا تصمیم به یې پر زیان وي. ولسمشرۍ ماڼۍ د طالبانو دې اقدام ته له غصې ډک غبرګون وښود او ویې ویل طالبانو وښوده چې جګړه غواړي او د سیمې خیر نه غواړي. ولسمشرۍ ماڼۍ دا د طالبانو د سیاسي ماتې په مانا وبلله.

       ولسمشر غني او اجرایي رییس عبدالله عبدالله وایي چې د سولې خبرو پیل ته شرایط نه لري همدا شان په دوه زره اتلسم کال کې د افغانستان په تړاو څو نړیوالې غونډې تر سره شوې، د وارسا او بروکسل په ناستو کې له افغانستان سره په پوځي او ملکي برخو کې د میلیاردونو ډالرو مرستو ژمنې وشوې او د افغانستان  د سولې په تړاو تاشکند کې هم یوه نړیواله ناسته تر سره شوه او د روسیې مسکو ښار کې د طالبانو د پنځه کسیز او سولې عالي شورا د څلور کسیز پلاوي او دولسو هېوادونو د استازو په شتون کې یوه ناسته د سرګي لاوروف په وینا پیل شوه، طالبانو دې ناسته کې له افغان دولت سره د سولې خبرې رد کړې. افغان حکومت دې ناستې ته استازی نه و لیږلی.

      دې کال کې د افغانستان په هکله د جینوا نړیواله دوه ورځنۍ ناسته هم تر سره شوه، دې ناسته کې افغان دولت د هغو ژمنو او اقداماتو په هکله نړیوالو شریکانو ته معلومات ورکړل چې تر سره کړي یې دي، نړیوال په دې څرګندونوقانع شول، تر دې څو ورځې وروسته بروکسل کې د ناټو تړون غړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران په افغانستان او نورو نړیوالو مسایلو وغږېدل، ناټو له روسیې او ایران وغوښتل چې د افغانستان سولې بهیر کې رغنده رول ولوبوي.

       سیاسي بهیر کې بل پرمختګ شمال کې د نظام الدین قیصاري تر نیول کېدو وروسته دولت ضد اعتراضونه وو چې په پایله کې د ولسمشر لومړی مرستیال له هېواده تر شاوخوا یو کلن لرېوالي وروسته بېرته ستون شو. ارګ د عطا محمد نور د استعفا او د دې استعفا د منلو خبر ورکړ؛ خو نور وویل استعفا پاڼه یې د یو لړ غوښتنو د په ځای کېدو په صورت کې لاسلیک کړې وه او څو پورې چې دا غوښتنې نه وي منل شوي، د بلخ ولایت په مقام کې به ناست وي او څوک نر نه ویني چې د خیرخانې له کوتل اخوا یعنې شمال لور ته را واوړي.

دې کال کې نورې وړې او سترې امنیتي او سیاسي پېښې تر سره شوې. د لومړي ځل لپاره  په کابل کې د میلاد نبوي په یوې نمانځغونډې برید وشو چې په کې لسګونه دیني عالمان ووژل شول.

د هلمند لپاره د طالبانو والي ملا منان د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو، د ګوانتانامو له زندان څخه آزاد شوي پنځه تنه طالب مشران د دې ډلې د قطر سیاسي دفتر لپاره وګمارل شول. سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په هکله د دیني عالمانو ناسته تر سره شوه، دې ناسته کې د افغانستان جګړه فتنه وګڼل شوه؛ خو طالبانو دغه څرګندونې رد کړې. له دې ناستې څه موده مخکې اندونیزیا کې د افغان، پاکستاني او اندونیزیایي دیني عالمانو ناسته تر سره شوه او همدا راز په کابل کې شاوخوا 2500 دیني علماوو د لوې جرګې په تالار کې غونډه وکړه او روانه جګړه یې نا روا عمل وباله او د غونډې په پای کې د چاودنې له امله ګڼ شمېر دیني علماوو ته مرګ ژوبله وواښته.

      په سیاسي تحولاتو کې بل ستر هغه دا و چې محمد حنیف اتمر د ملي امنیت شورا له مقامه استعفا ورکړه او ولسمشر هم ومنله. دغه راز حکمت خلیل کرزي، شیدا محمد ابدالي، اکلیل حکیمي  هم استعفاوې ورکړې. بل دا چې ولسمشر غني وویل د دوه زره نولسم کال ولسمشریزو ټاکنو ته کاندید دی او دومره ویلی شي چې سرور دانش به یې بیا هم د ټاکنیز ټیم غړی وي. محمد حنیف اتمر هم ویلي چې د ولسمشرۍ ټاکنو ته کاندید دی.

       دې کال کې څو نامسوول وسلوال هم ونیول شول. فاریاب کې نظام الدین قیصاري، کابل کې علي پور او تمیم او تخار کې نویدک یادولی شو.

      پاکستان ملاغني برادر او ملا ثاني له زندان آزاد کړل، د طالبانو معنوي پلار مولانا سمیع الحق خپل کور کې د چاقو په ګوزارونو ووژل شو، د کابل دیني عالمانو شورا رییس بصیر حقاني کور ته د تلو پر مهال د موټرسایکل سپرو وسلوالو لخوا ووژل شو.

      اقتصاد:

      دوه زره اتلسم کال کې افغانۍ خپل ارزښت ډېر وبایلود، د خوراکي او نورو  توکو بیو کې لوړوالی راغی، په وارداتي توکو دولت  ګمرکي تعرفې لوړې کړې او پاکستان بیا کراچۍ کې د افغان سوداګرو مالونه ودرول. د نړیوال بانک په یوه رپوټ کې افغانستان په هغو هېوادونو کې پام وړ پرمختګ کړی چې په کې د پانګونې د جذبېدو هڅې کیږي.

      لوبې:

      دوه زره اتلسم کال کې افغان لوبغاړي د کرېکټ، فوټبال، تکواندو، فوتسال او نورو رزمي او غیر رزمي لوبو کې ښه وځلېدل، خو دې برخه کې زړه بوږنونکی رپوټ ګارډین ورځپانې خپور کړ، دې ورځپاڼې د نجونو فوټبال لوبډلې د پخوانیو لوبغاړو له خولې خبر ورکړ چې فوټبال فدراسیون کې د ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونه کیږي، د فوټبال فدراسیون دا خبرې رد کړې؛ خو ولسمشر غني لوی څارنوال ته دنده وسپارله چې دې برخه کې هر اړخیزې څېړنې وکړي او د دې څېړنوپایلې دې ژر له ده سره شریکې کړي. د دې رپوټ له خپرېدو وروسته لویې څارنوالۍ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په رییس او نورو پنځو چارواکو بندیزونه ولګول چې له مخې یې دوي په هر ډول ملي او نړیوالو ورزشي ناستو کې حضور نه شي پیدا کولی.

      فرهنګي:

       دوه زره اتلسم کال کې افغانستان په فرهنګي برخه کې ډېر ښه نه و؛ خو د افغانستان د موسیقي انستیتوت ته سویډن کې د ښو خدمتونو له کبله د پولارد معتبره نړیواله جایزه ورکړل شوه. دې مراسمو کې د ارواښاد اولمیر استاد (دا زمونږ زیبا وطن) خوږه او ملي سندره د سویډنۍ سندرغاړې لورېین لخوا په نوې بڼه وړاندې شوه چې د ډېرو پام یې ځانته واړاوه.

2018 کال کې نورې پېښې هم تر سره شوي دي؛ خو سترې یې همدا وې هیله ده 2019  کال کې د افغانستان څه باندې څلور لسیزې جګړې د تل لپاره پای ته ورسیږي او افغانان هم لکه د نړۍ نور خلک سوله ییز ژوند ولري.

پای

.