کور / د ډيورنډ کرښه / لوی افغانستان تحریک مشر د محکوم افغانستان له څېړونکو او قلموالو سره ولیدل

لوی افغانستان تحریک مشر د محکوم افغانستان له څېړونکو او قلموالو سره ولیدل

د لوی افغانستان تحریک ریس جمیل وقار د نابغه خوشال سمینار په څنډه کې د محکوم افغانستان له څېړونکو او قلموالو سره د لروبر  پیوستون او یو موټیتوب په تړاو هر اړخیزې خبرې وکړې، نوموړي د لوی افغانستان د رامنځ ته کېدو او په محکومه پښتونخوا کې د محکومیت پر ضد راپاڅېدلي افغانان د لروبر د یووالي هیلې حقیقت ته نژدې کړې دي.
د لوی افغانستان تحریک له افغان ولسمشر نه په ځانګړې مننې سره وویل، چې دغه ډول فرهنګي راشه درشه زموږ د یووالي کړۍ لا تینګوي، خو افغان حکومت او په ځانګړې توګه د سرحدونو او قومونو چارو وزارت باید د لرې او برې پښتونخوا د فرهنګي غونډو او سیمنارونو تابیا ونیسي، همدارنګه ډیورنډ فرضي کرښې خلاف د سیمنارونو زمینه برابره کړي، چې یو لوی ملت یې د ملا په تیر غوڅ کړی او د کرښې دواړه غاړو ته پراته ولسونه د ترهګرۍ او سامراجي ادارې د شومو موخو ښکار دي. جمیل وقار د لوی افغانستان تحریک په فعالیتونو هم ډېرې خبرې وکړې او زیاته یې کړه، موږ هر کال د ازاد افغانستان په بېلا، بېلو ولایتونو کې د بابړې ویر غونډو په پار راټولېږو او علمي سمینارونه جوړوو، همدارنګه ډیورنډ فرضي کرښې د غندنې په موخه د نوامبر پر ۱۲مه نېټه د پلازمېنې په ګډون  په یو شمېر ولایتونو کې څېړنیزې غونډې جوړوو، د محکومې پښتونخوا ډېری ملګري رابولو او زموږ سره په جوړو شویو سمینارونو کې ګډون کوي.
د محکوم افغانستان علمي او فرهنګي شخصیت لیکوال او شاعر پروفیسور دروېش دوراني د لوی افغانستان تحریک کړنې وستایلې او زیاته یې کړه، موږ باید فرصتونه له لاسه ورنه کړو او د جبر خلاف شور جوړ کړو، ډیورنډ فرضي کرښه یو وجود په ملا نیم کړی او تر کوم چې دغه وجود بېرته کوشیر نه شي، نو موږ به په لروبر کې د پردیو دسیسو ښکار یوو.
لیکوال څېړونکي میا وکیل شا فقیر خېل هم په خبرو کې د نابغه خوشال څلور ورځني سیمینار ته اشاره وکړه، موږ له وخته د یوه داسې فرصت په انتظار و، چې لروبر علمي شخصیتونو تر منځ فرهنګي راشه درشه پیل شي، له نېکه مرغه زموږ ولسشمر دغه زمینه مساعده کړه او په خبرو کې ددغه ډول نورو غونډو د جوړېدو ژمنه هم وکړه، د لوی افغانستان تحریک فعالیتونه یې د لروبر په یووالي کې موثر وبلل او د خپله لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه.
لیکوال او شاعر اباسین یوسفزي په خبره موږ باید خپل رسالت تر سره او مسوولیت ادا کړو، نن سبا د لوی فکر خورولو او خدایي خدمتګار باچاخان د عدم تشدد د لارې لارویان و اوسو او د لوی فکر خورولو هڅې ګړندۍ کړو، د لوی افغانستان تحریک د شویو فعالیتونو یې خپل رضایت وښود او ژمنه یې دا وه، چې د خپل قام او ملت سترګې موږ ته دي او موږ باید د لروبر تر منځ د واټن د لنډون هڅې وکړو او د بېلتون کرښې له منځه یوسو.
لیکوال او څېړونکي رازق فهیم او عارف تبسم هم د موضوع په تړاو شمېرلې لنډې خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ چمتووالی یې وښود.
همدارنګه په یاده ناسته کې ډاکتر طارق رشاد هم حضور درلود او د موضوع په تړاو یې خپل نظر روښانه کړ