کور / #PTM / د لوی وطن دردمن مشران

د لوی وطن دردمن مشران

 ليکنه: سمیع الله صدیق

د افغانستان تاریخ او د ډیورنډ کرغېړنې کرښې را منځ ته کېدو ته په کتو سره، د دې ستر ظلم او جبر پر وړاندې د اشغالي سیمو افغانانو سترې قربانۍ ورکړې.

خو د افغانستان لړزانده نظامونو د سترو قدرتونو د مهلکو او مغرضو سیاستونو پر وړاندې هغسې تاب ندی راوړی لکه څرنګه چې ښایي، موږ تل د تورې میدان ګټلی خو د سیاست په میدان کې مو داسې وړتیا نده ښوولې، چې نظام ورځ تر بلې پیاوړی کړو او د پردیو د مداخلو مخه ونیسو.

که چیرته په افغانستان کې سیاسي دستګاه د تاریخ په اوږدو کې پخې ریښې ټینګې کړې وای او بار بار د نظامونو لاس په لاس کېدل نه وای پېښ شوي، د ډیورنډ موضوع به ډېره پخوا ختمه او لر و بر به په یوه ټغر ناست وای.

د ډیورنډ کرښه له پیل څخه یوه تحميلي او تپل شوې کرښه ده، چې هیڅ راز حقوقي ارزښت نلري.

په سیاسي لحاظ او د نړیوالو حقوقي اسنادو له نظره ډیورنډ کرښه نه منځ ته راغلې او نه شتون لري، بلکې دا د زور جبر او تحمیل کرښه ده، خو دا چې موږ همېشه په سیاسي کړکېچونو کې یو او تل د لویو قدرتونو په دسیسو کې ښکېل پاتي شوي یوو، نو ځکه تر اوسه په نړیوال مېز د دې مجال ندی پیدا شوی، چې دا موضوع په اساسي شکل حل کړو، په هیواد کې د پنجاب لخوا د کړکېچونو د دوامداره ساتلو لوی هدف همدا وو، چې د کرښې هغه غاړه اشغالي سیمې د تل لپاره د ځان کړي، چې دا خوب اوس پنجابیان هم د ګورستان خوب ګڼي.

منظور پښتون، علي وزیر او محسن داوړ هغه دردمن مشران دي، چې د خپل ولس، کور کلي او ورور له درده را وتلي، علي وزیر چې د کور لسګونه غړي یې د پنجابي جابر او اشغالګر پوځ لخوا په شهادت رسېدلي او په هدیره کې یې کتار قبرونه هره ورځ په سترګو ګوري، له مرګ، درد او زندان څخه څه ویره لري.

منظور پښتون د لوی وطن ستر حماسي مشر، چې ټول عمر یې د قوم غم او درد را پورته کړی، مبارزه یې کړې، ټول ولس یې را ویښ کړی، د ولس درد یې له ورایه په څېره او سترګو کې ښکاري او په نره د نړۍ تر ټولو کثیف، بد کاره، جابر، اشغالګر پنجابي پوځ ته پر میدان ولاړ دی، د خپل سر او ژوند پروا نه کوي او نن یې له برکته پر محکومو افغانانو د مرګونو کچه ډېره را ټیټه شوې.

منظور پښتون د تاریخ هغه حماسه ده، چې د پنجابي پوځ پښې یې و لړزولې، هغه پوځ چې چا به یې بې بسم الله نوم نشوای اخیستلای، دا خو پرېږده چې پر وړاندي یې ودریږي، خو نن منظور پښتون خپل ولس را ویښ کړی، پر حقیقت یې پوه کړی، چې د افغان وژنې پروژه پاکستاني پوځ د خپلو مغرضو او ناپاکه اهدافو لپاره شروع کړي او که یې پر وړاندې را ولاړ نشي دا پروژه به د افغان ولس نورې ککرۍ هم تر خاورو لاندي کړي او د افغان عظیم ملت د وینو نور سیلابونه به هم و بهوي، چې د خپلو خلکو پر راویښولو یې نن د دې جابر او اشغالګر پوځ پر وړاندې په میدان مبارزه پیل کړې.

پر علي وزیر او محسن دوړ د پاکستان د پنجابي اقتدار بندیزونه او فشارونه، پر منظور پښتون د جلسو او کراچۍ او کوېټې ته پر تګ راتګ بندیزونه په واضح توګه روښانه کوي، چې له پنجابیانو لاره ورکه ده، کله پوځ اخطارونه ورکوي او کله ملکي اداره ورته مختلف رنګه دسیسې جوړوي، خو د محکومو افغانانو په یو غږ ملاتړ د دې مشرانو پر وړاندي حکومت او پنجابی اشغالګر پوځ پر ګونډو کړی، خپلې ټولې پرېکړې له وهم او ترس څخه بېرته اخلي.

رښتیا هم چې د خلکو زور د خدای ج زور دی، کله چې د پاکستان د پوځ ویاند وویل منظور پښتون لویې جلسې نشي کولای او منظور پښتون د جلسې غږ وکړ او لسګونه زره کسان ورته را ووتل، پنجابی قیادت پر دې پوه شو، چې دا قوم نور له وحشت، دهشت، پوځ… څخه نه وېريږي او نور د آزادۍ لپاره هرې قربانۍ ته تیار دي.

دغه دردمن مشران د لوی وطن په هر ګوټ کې د خلکو په زړونو کې اوسېږي، اوس د هیواد په ټولو بازارونو کې د منظور پښتون خولۍ خرڅېږي، ځوانان یې په ویاړ پر سر کوي، له ټولو سره دا روحیه ده، چې که یې منظور پښتون سر هم وغواړي ترې درېغ به یې نکړي.

منظور پشتون د ۲۱ پیړۍ میرویس خان،احمدشاه ابدالي او پاچاخان دی، د لوی وطن مېندي د منظور په کلام کې بیا د هیواد د پیوستون او له بېلتون څخه د خلاصون هېلې احساسوي.

هغه د وحدت، پیوستون،خلاصون او د آزادۍ ناره، چې د لوی وطن سپېڅلي بچي منظور پښتون او ورسره ملګرو خوېندو او وروڼو پورته کړې، تاریخ به تازه کوي او هیڅ کله به کمرنګه او لړزانده نشي، موږ وینو، چې دا روحیه ورځ تربلې پیاوړې کېږي، دا کاروان پراخېږي او دا چیغه تېزیږي او د خدای ج په فضل لوی وطن به جوړیږي