کور / سياسي / نور بايد د آی ايس آی ډول ته ګډ نه شو

نور بايد د آی ايس آی ډول ته ګډ نه شو

ليکنه: اېمل افغان

درنولوستونکو! غواړم په يوې لنډې موضوع رڼا واچوم کله چې په افغانستان سور پوځ يرغل وکړ، په وړاندې پاکستان او امريکا نهه ګوندونه په ګرم او تور پنجاب کې د رهبرانو ترنامه لاندې د اسلام په جامه کې د دې خاورې د ورانولو او سور ښامار د نابود کولو لپاره پيدا کړل چې څوک په يوه نوم او بل نوم خو په حقيقت کې بايد و وايو چې په اسلام کې يوې ډلې د اتحاد او اتفاق له پلوه د دين او وطن د خپلواکۍ لپاره کارکړی وای، دوی په ټګه کې وه، تر نن يې ارمانونه پوره نه شول او په لکونو هېوادوال د دې مسلمانو مشرانو له لاسه د مرګ کندې ته ولوېدل، بې سواده پاتې، اقتصاد او فرهنګ خراب او همدا نارې او سورې به د خپلې جګړې په وخت کې وهلې چې دلته په پاکو او پاک لمنو پېغلو او هېوادوالو جهاد روا دی په ځانګړې توګه د کابل په ښځو تردې پورې يو مسلمان مشر دا خبره هم کړې چې د کابل خاوره بايد د دوی په پاکو وينو و وينځل شي، په کوم دليل، آيات اوحديث بايد دا کار ترسره شوی وای؟

خو ښه ګرمه جګړه وکړه او روسان يې دې ته اړ کړل چې له افغانستان نه و وځي، هماغه وه د ګورباچوف سور پوځ و وتلو او له هغه وروسته د ښاغلي ډاکټرنجيب الله احمدزي تر لاس لاندې د پاکستان په ضد يو پياوړی حکومت رامنځ ته شو، بيا هم دغه رهبران ورسره جوړ جاړي ته د سولې په اړه ونه رسېدل اوخپله جګړه يې د تور پنجابي او د امريکا په مالي مرسته او سټنګر ټوپکو مخ په وړاندې بيوله هره ورځ به د کابل له شاوخوا سيمو او غرونو په دغه ښار په لسګونو راکټونه اورېدل چې بلاخره ملت اوحکومت يې دې ته اړکړ چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مشر بينين سيوان په کرغېړنې پرېکړې سره يې حکومت ورته تسليم او په کابل دغه د قدرت تږي رهبران را ننوتل، هر يوه د يوه پکول پرځای دوه پکوله په سرکړي وه او د کابل هغه ښايسته پېغلې چې په ښوونځيو او پوهنتونونوکې وې له وېرې په کورونو کېناستې ځينو اروپا او امريکا ته په هغه وخت کې مخه کړه چې له دې خلکو سره د افغاني  ديموکراسۍ په چوکاټ کې ګذاره کول هغه وخت يو ستونزمن کار وو.

لنډه دا چې کابل په وينو ولمبېده دوی په خپلو منځو کې لکه د ګور چينجي يو بل سره د چوکۍ په سر وخوړل په نره يې يو بل ته مرګ ژوبله واړوله کابل يې په کنډوالو بدل کړ، يو پياوړی ژورناليست اروا دې ښاد وي ښاغلی ميرويس جليل هم د دې خاينينو له لاسه په شهادت ورسېد، ولس نور ترخپلې پزې راغی دوی خپلې ميلې اوچړچې ترخپلې وسې او مستۍ وکړې.

د دوی له ستړياوو، مېلو، مرګونو اوکابل ورانولو وروسته تور پنجاب يو بل پلان جوړ کړ اوغوښتل يې چې دا ډله خلک ورک کړي، ځکه له دوی څخه د ملت زړونه شنه اوخپل مطلب ترې حاصل کړ، د طالب په نامه يې يوه بله ډله په سپينو جامو او توره پګړۍ کې په دوي پسې را پيدا کړه او دا جهادي رهبران ورته په ګوته کړل چې يو هم درڅخه خلاص نه شي او هغوی هم کوښښ کاوه چې ورک يې کړي، په دې بهانه پنځه شپږ کاله جګړه ګرمه وساتله طالب لالا هم دومره په شدت سره جګړه وکړه چې رهبرانو بېخي د پنجشير اوسالنګ لوړ غرونه له وېرې په ځان پسې و غورځول تردې پورې چې په دې کار سره د پاکستان بېنظره او پهلوان نواز شريف خوشحاله کړل چې دې ته وايي جګړه او پاکستاني مشرانو هم خپل ملت اوخپل پوځ ته په يوه وينا کې په هغه وخت کې ويلي وه چې ما (نواز شريف) ستاسو لپاره دوه ډېر غوره کارونه وکړل يو مې درته د افغانستان اردو ختمه کړه، چې د ښاغلي ډاکټر نجيب الله احمدزي په لاس په کې پياوړي جنرالان روزل شوي وه او بل د افغانستان يولک افغانۍ مې درته له سل کلدارو سره برابرې کړې نور له ما تاسو کوم کارونه غواړئ، نو دا د دې چارواکي د هغه وخت ښکاره وينا وه چې د سټيج په سر يې خپل پوځ ته وکړه.

اوس راځو موضوع ته په افغانستان کې د سولې راوستل يعنې طالب چارواکو ته په حکومت کې برخه ورکول د دوی غوښتنې که دلته له حقیقتونو لږ پرده پورته کړو د دې ضمانت به طالب صاحبه څوک وکړي که چېرته له افغانستان څخه بهرنيان په ځانګړې توګه امريکايان و وځي اوستاسو جرمي جنايتکاران دې له بنده خوشي شي بيا دې کوم نظام پاتې شي له افغانستان څخه چې نور هېوادونه پرته له امريکايانو چې کله ووتل دې ته تاسو فکر کړی، څومره ځوانان وزګار پاتې شوي دي آيا د اقتصاد په خراب والي کې له بدلون څخه خبر ياست.

دلته موږ افغان ولس په دې ښه پوهېږوکه چېرته په افغانستان کې سوله راځي دا يوه څرګنده خبره ده، چې بيا په پاکستان کې په طالب چارواکو د ISI کلدارې او د امريکا ډالر چې دوی ته له هېواد څخه ډېر ارزښت لري بندېږي او له هغو وروسته که بيا په افغانستان کې مافيايي ډلو اوکړيو ته وګورو نو په دوی بيا دلته د امريکا ډالر قطع  کېږي چې ملت ورسره همداسې بې برخې پاتې دی.

موږ ملت نور په دواړو خواوو غږ کوو راځئ سولې ته غاړه کېدۍ د امريکا او پاکستان له امتيازاتو تېر شی خپل ملت ته غاړه کېدۍ که چېرته دلته سوله وي، امن وي، زده کړه وي، پوهنتون وي، روغتون وي، اقتصاد جوړ وي، فرهنګ وساتل شي نو دلته به فکر کوم د هېڅ شي کمی نه وي خو څوک دې ته نه ګوري هرڅوک کوښښ کوي خپل جيب ډک کړي ملت ته په شاه لغته ورکړي او خپل جنايتونه ثابت کړي او په خپل ځان پسې تور تاريخ پرېږدي.

خبرې ډېرې دي ولس هم نور په تنګ راغلی، دلته هم مشران له ډېر خوراک او خپلو ګټو څخه ماړه شوي او هلته هم طالب پرته د پاکستان له اجازې غوږ نه شي خورولای افغانان هم په پای کې په خپل ولسمشر اوخپلو لوړ پوړو چارواکو، افغان وروڼو اوځلميانو غږکوي چې له خپلې خاورې په هره برخه کې دفاع وکړي، له طالب سره هم جوړ جاړی وکړي، هغه هم زموږ وروڼه دي که چېرته خبرو ته نه کېني او يا د هېواد په تباه کولو پسې ګرځي نو بيا په کار ده هېڅ وخت ور نه کړل شي ځکه دلته يو منظم حکومت شته، اردو لرو، ملي پوليس اوملي امنيت شته، په موقتو ادارو نه حکومتونه جوړېږي او نه په کوم ملک کې چا حکومتونه کړي دا پوچ چارمغذ بايد طالب چارواکي اوپاکستان له جيب څخه لرې کړي هغه د ډاکټر نجيب الله احمدزي د وژلو تاريخ دې يوځل بيا په افغان ملت نه تکراروي او بل هر هغه څوک چې د افغانستان په ورانولو کې لاس لري له خپل ذهن څخه دا خيال لرې کړي نور دې ولس بې ځایه نه غولوي، دلته په کار ده جمهور رئيس محمد اشرف غني يوه ترخه ساپېړه واره کړي او بې لارې خلک نور لارې ته راولي ځکه که چېرته سبا ورځ په هېواد کې کومه ګډوډي رامنځ ته کېږي مسؤل به د تاريخ دی او طالب چارواکي وي.