کور / تازه خبرونه / سيلانيانو ته په ماسكو كي ګراني او كراچي كي ارزاني ده

سيلانيانو ته په ماسكو كي ګراني او كراچي كي ارزاني ده


يوه نړيواله سروې ښيي چي د روسيې پلازمېنه ماسكو په نړۍ كي د بهرنيو سيلانيانو دپاره تر ټولو ګران او د پاكستان كراچي ښار ارزانه تمامېږي.
په ماسكو كي د يوه ګيلاس قهوې بيه لس نيم ډالره ښوول سوې ده، چي په كراچي كي د همدې يوه ګيلاس قهوې قيمت تر يوه ډالر هم كښته دئ.
د مرسر په نامه د انساني ذرايعو د يوې كمپنۍ سروې ښيي چي د جاپان پايتخت ټوكيو تر ماسكو وروسته په دوهم او لندن د ګرانۍ له وجي دريم ځاى لري.
د مرسر كمپنۍ د نړۍ په ۱۷۷ ښارونو كي د دوو سوو بېلابېلو شيانو قيمتونه سره پرتله كړي، چي د پاكستان په كراچي، د ايكواډور په كيوټو او د پاراګواى په آسونيكون ښارونو كي د نړۍ د نورو ښارونو په پرتله ارزانه وه.