کور / تازه خبرونه / په مالیزیا کې د کرکټ سیالۍ- افغانستان او امارات لوبه روانه ده

په مالیزیا کې د کرکټ سیالۍ- افغانستان او امارات لوبه روانه ده

د اماراتو لوبغاړي ډیر ښه روان دي اماراتو په ۲۵ اورونو کې ۱۲۱ منډ ي کړي دي ، ارشد ۴۶ منډی جوړی کړی، دافغانستان بالرانو داسې ښکاري چې ښه روان ندي.
اماراتو لوبغاړي لوبه پيل کړي دری یې سوځېدلي خو ۸۸ منډی یې لاتراوسه پوری کړي دي. په اماراتو کې ارشد ښه ځلیدلی او ۳۷ منډی یې کړی دي ، دافغانستان له خوا تراوسه پوری اتلس اوره شوي دي. په مالیزیا کې د اسیايي کپ لپاره د دوو هیوادونو د کرکټ د لوبډلو د ټاکلو په موخه پدغه هیواد کې د لسو هیوادونو ترمنځ سیالي روانه ده. افغانستان په بي ګروپ کې دی او نن شنبه یې لومړی لوبه له عربي متحده اماراتو سره ده ، افغانستان ټاس یا پچه وګټله او لومړی بېټینګ ته زړه وکړ ، په اته څلویښتو اورونو کې یې دوه سوه او څوارلس منډی جوړی کړی ، کپټان نوروز منګل ډیر ښه وځلید او د خپل ټیم لپاره یې پنځه پنځوس منډی وکړی ، کریم خان صادق بیا ۳۳ منډی وکړی او محمد نبي عیسی خیل بیا ۴۰ منډی جوړی کړی. عربي متحده اماراتو لوبغاړي بېټینګ ته ولاړ دي.شېبه شېبه به نور معلومات له لر او بر ویبپاڼې وګورئ.